دا کورس د دوو کورسونو دویمه برخه ده او ددې لپاره ډیزان شوی دی چې د پریکړه کونکو سره د اغېزمن او ارزانه لوستلو برنامو پلی کولو کې مرسته وکړي. نږدې ټول زده کونکي د لوستلو له لارې زده کړه کوي. د دې کورس مینځپانګه د ادراکي ارواپوهنې، عصبي او د مغزو ادراکي پوهه شناختي ارواپوهنه او اړوندو برخو کې د څیړنې پایلې منعکس کوي.


ددې کورس په پای کې تاسې باید لاندې مواردو باندې پوه شي:

  • په هغو لاملونو باندې تمرکز وکړئ چې د مختلفو ژبو او شخصیتونو لپاره د لوستلو کچه ټاکي.

  • د ټیټ عاید لرونکو زده کونکو لپاره د ډېر اغیزمن او لږ اغېزمن میتودونو ترمنځ توپیر بیان کړئ.

  • د مطالعې د مختلفو برنامو د ګزارشونو او ازموینو ارزونه او بیاکتنه.

  • د لوستلو متخصصینو او مشاورینو غوره کول او ټاکل.

  • د لوستلو اسانتیاوې لپاره د درسي کتابونو ډیزاین او قالبندۍ څرنګوالی په اړه بحث وکړئ.

  • په مختلفو ژبو او متنونو کې دلوستلو مسالو په اړه پریکړه کونکو سره مشوره ورکړئ.

  • د ټیټ عاید لرونکو هیوادونو په ښوونځیو کې د بې سوادۍ د له منځه وړلو لپاره د ستراتیژیو پیژندل.


دا کورس له اته لنډو څپرکو څخه جوړ شوی دی چې د هر څپرکي پاڼو کې ډیاګرامونه، ویډیوګانې، د قضیې مطالعات، تعاملي تمرینونه، ازموینې، اضافي مطالعې، اضافی سرچینې او ماخذونه شاملې دي. دا څپرکي په لاندې ډول دي:

۱. د زده کړې ژبه

۲. د غیر مسلکي یا محدوده زده کړې ښوونکو روزنه

۳. د چټک او اتوماتیک لوستلو لپاره درسي کتابونه

۴. د لوستلو ارزونې اساسات

۵. د لوستلو څرنګوالی تدریس تقریبا ټولو زده کوونکو لپاره

۶. د لوستلو ځینې میتودونه چې په ټیټ عاید لرونکو هیوادونو کې کارول کېږي.

۷. د مشرانو بېسوادی او زده کړه د دویم فرصت په توګه

۸. د لوستلو پروګرامونو تنظیم او تطبیق کول


د لاندې موادو پراساس د لوستلو کورس ډیزاین 

د دې کورس هدف دا دی چې د ځانکړي ادراکي علومو اصول تشریح او پرته له دې چې ژبه یا متن په پام کې ونیسي ټول زده کونکي په لیکوالان بدل کړي. که تاسې غواړئ د لوستلو برنامې ډیزاین په اړه مشوره ورکړئ، یا پخپله یو برنامه ډیزاین او پلی کړئ نو مهربانی وکړئ لاندې څپرکو کې د ځانګړو دندو په اړه مشوره وګورئ:


  • ستراتیژی، پریکړې او د پروګرام تنظیمول (۱۵ څپرکی)

  • د اغیزمن میتود غوره کول (۱۲ او ۱۳ څپرکي)

  • د زده کړې ژبې انتخاب (۸ څپرکی)

  • د ګټور درسي کتابونو پراختیا (۱۰ څپرکی)

  • د ښوونکو روزنه (۹ څپرکی)

  • ارزونه (۱۱ څپرکی)