
Quang Nguyen Vinh له جواز سره د ګټې اخېستو وړ تصویرPexels.com.
https://www.pexels.com/photo/young-children-reading-books-14025666
دا کورس د دوو ښونیزو کورسونو څخه لومړۍ برخه ده او داسې طرح شوې ده چې د لوست ګټورو او اقتصادي برنامو په جوړولو کې له پرېګړه کوونکو سره مرسته وکړي یا هم د لوستلو(Reading) اغیزمن او ارزانه زده کړییز پروګرامونه پلی کړی او تقریباً د زده کړې په برخه کې ټول زده کونکي روزي. د دې دورې منځپانګه له څېړنو، ادراکي ارواپوهنې، ادراکي عصبي علوم یا نوروسایکولوژي، پوهنیز ارواپوهنې او دې ته ورته راغلو پایلو څخه سرچینه اخلي.
د کورس پای ته رسیدو سره سم تاسې باید د دې وړتیا ولرئ او پر دې وتوانېږئ:
د بېلابېلو اسنادو، متونو او ژبو د لوستلو تسلط لاملونو باندې تمرکز.
د بې وزله زده کوونکو لپاره د ګټورو او لږ ګټورو طریقو او لارو چارو جلا والی.
د بېلابېلو لوستلو برنامو په اړه د راپورونو او ارزونو منتقدانه بررسي.
د لوست سلاکارانو او متخصصانو ارزونه او انتخاب.
د لوستلو آسانه زده کړې لپاره د مناسبو درسي کتابونو د جوړولو او طرح کولو په اړه بحث او خبرې اترې.
په مختلفو ژبو او اسکریپتونو کې د لوستلو موضوعاتو په اړه له پرېکړه کوونکو سره سلامشوره.
په کم لګښتو مختلفو هېوادونو ښوونځيو کې د بې سوادۍ له منځه وړلو په موخه د ستراتیژیو پېژندنه.
په دې کورس یا دوره کې اووه لنډ موضوعات شامل دي، چې هره موضوع بیا څو پاڼې لري. هره موضوع کې دیاګرام، ویډیوګانې، د پېښومطالعات، تعاملي تمرینونه، ازموینې، نورې مطالعې، اضافي سرچینې او ماخذونه شامل دي. ماژولونه یا برخې په دې توګه دي:
پد بیوزله زدده کوونکو په درسي بهیر کې ستونزې او خنډونه
څنګه به یو اسکریپټ یا موضوع ګړندی زده کړئ؟
د بصري ادراک (The invisible hand of visual perception)
له درک څخه اتومات کېدل ته
د حافظې توابع دندې او له اساسي مهارتونو سره د دې اړیکه
د مختلفو اسکریپونو او ژبو د لویستلو ځانګړنه
د لوستلو درک اصول
د لاندې درسي موادو پر بنسټ د یوه لوستلو کورس ( Reading Course) ډیزاین
د دې کورس موخه دا ده چې پراختیا ورکونکو(developers) او متخصصینو ته د ځانګړی ادراکي علومو اصول تشریح کړي چې ټول زده کوونکي لوستي او باسواده شي پرته له دې چې د ژبې یا سکریپټ په نظر کې ونیسو. که چېرته تاسې د یوې ښوونیزې برنامې په جوړولو کې مشوره غواړئ یا هم تاسې خپل یوه برنامه طرح او ترسره کوئ نو مهرباني وکړئ د ځانګړو دندو پورې اړوند لارښوونې په لاندې ماژولونو یا برخو کې وګورئ:
د ګټورې میتودولوژي په اړه تصمیم نیونه (۲،۴،۵.او ۶ماژول یا برخې)
د ښوونیزې ژبې په اړه تصمیم نیونه (۶ ماژول یا برخه)
د ګټور درسي کتاب پراختیا (۳ماژول یا برخه)
آزموینې (۷ ماژول یا برخه)