د کورس مینځپانګه د طراحي شوی تدریس موډلونو، د زده کړې قوی تیوریو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان انلاین روزنې اکاډمۍ له ۱۵ کلونو څخه ډیر تجربې پراساس ده. د کاری کړنو، معیارونو او کیفیت معیارونو پشمول چې د پرمختګ په برخه کې د ځان تدریس شوی انلاین روزنې برنامو او کورسونو چمتو کولو لپاره منل شوی. په داسې حال کې چې د انلاین زده کړې مختلف تعریفونه شته چې مختلف لیدونه منعکس کوي. انلاین زده کړه په دې برخه کې  په لاندې ډول تعریف شوی:

انلاین زده کړه د بریښنایی وسیلو او انټرنیټي ټیکنالوژیو کارولو ته اشاره کوي، ترڅو خلکو ته دا وړتیا ورکړي چې زده کړه وکړي او فعالیت ښه کړي.


د FAO لارښود چې د دې کورس پراختیا لپاره کارول کېږي د کورس ډیزاین باندې تمرکز کوي ترڅو د دندې پورې اړوند ظرفیت، پراختیا اهداف او په نښه شوی مسلکي پروفایلونه ترلاسه کړي.         که څه هم ډیری تشریح شوی تګلارې د ظرفیت پراختیا پروژې لپاره پلی کیدای شي، دا کورس د انلاین زده کړې فعالیتونو ډیزاین، پراختیا او وړاندې کولو باندې تمرکز کوي. د دې کورس تمرکز د انلاین زده کړې حلارې باندې دی چې د ټیکنالوژیکي خنډونو سره د                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                               پراختیا شرایطو لپاره مناسب دی لکه د هارډویر محدود ظرفیت او د ټیټ بینډ ویت انټرنیټ اړیکې.


که څه هم د دې کورس ډیری درسي مواد په انلاین ابتدایی او منځنۍ زده کړې لپاره کارول کېدای شي. دا لارښوونې په عمده ډول د زړو زده کونکو لپاره رامینځته شوی چې رسمي زده کړې یې بشپړې کړې دي، مګر لاهم د خپلو پوهې او مهارتونو وده ورکولو ته لیواله دي.


بالغ زده کونکي ځینې مشترک ځانګړتیاوې لري چې د بشپړ وخت(full- time) زده کونکو څخه توپیر لري او دا د زده کړې برنامو ډیزاین باندې اغیزه کوي. 


په ځانګړی توګه، د بالغو زده کونکو لپاره:


  • دوی باید د زده کړې ګټې باندې پوه شي (ولې دوی باید یو څه زده کړي).

  • دوی تجربي زده کړې خوښوي.

  • د ستونزې حل کونکي په توګه مطالعه کوي.

  • کله چې دوی د مینځپانګې ارزښت او بېړنۍ کارونې وګوري، ډېر ښه زده کوي.

  • دوی هغه وخت ، ځای او سرعت ته ترجیح ورکوي چې د دوی زده کړې لپاره مناسب وي.


اومړی او دویم څپرکي د انلاین زده کړې پروژې رامینځته کولو لپاره اړین ځانګړتیاوو، ګټو، فعالیتونو او سرچینو ته معرفي کوي. د دې اصلی هدف خلک دی لکه د روزنې او ظرفیت پراختیا مدیران چې د انلاین زده کړې پروژې پیل کولو لپاره  لیوالتیا لري یا هم غواړي چې د خپل سازمان ظرفیت لوړولو برنامو کې د انلاین زده کړې عناصر شامل کړي.


درېیم،، څلورم او پینځم څپرکي د انلاین زده کړې کورس ډیزاین کولو څرنګوالی په اړه لارښونه کوي.(د اړتیاوې تحلیل څخه تر زده کړې اهداف، تنظیمول، د زده کړې ستراتیژیو انتخاب، د ستراتیژیو او د بڼو ارایې پورې) دا په عمده توګه ښوونکي او د زده کړې طراحان په نښه کوي چې

د زده کړې پروژې رامینځته کوي او د مختلف میتودونو غوره کولو سره د زده کونکو اړتیاوې پوره کوي.



شپږم، اووم او اتم څپرکي د تعاملي مینځپانګې رامینځته کولو په اړه تفصیلی لارښود (د زده کړې ستراتیژیو او رسنیو پلی کولو څخه تر تعلیمی سافټویر پراختیا پورې) ارایه کوي. دا څپرکي د تعلیمي طراحانو او د مضمون مسلکیانو لپاره په نښه شوی چې د مینځپانګې پراختیا کې ښکیل دی، په ځانګړي توګه بیا د ټولو هغو کسانو لپاره چې غواړي د انلاین زده کړې مینځپانګې رامینځته کولو لپاره کارول شوی میتودونو او وسیلو په اړه نور معلومات زده کړي.


نهم څپرکی د زده کړې هغه پلټ فارمونو ته کتنه وړاندې کوي چې د انلاین کورسونو کوربه توب لپاره کارول کېږي. دا څپرکی د ظرفیت پراختیا مدیرانو، چمتو کونکو او په نښه شوي روزنې طراحانو چمتو کولو لپاره دی چې غواړي د اسانه انلاین کورس چلولو څرنګوالی زده کړي او پوه شي چې څنګه د زده کړې پلټ فارمونه د کورس سیمینارنه، د پوهې تبادله او د ګډون کونکو ترمینځ اړیکې ملاتړ کوي.




وروستی بدلون شوی: دونۍ, 7 اکتوبر 2024, 9:02 PM