د ایډیټ یا اصلاح کولو پړاونه

د متن سمون (editing Copy) د لیکل شوي سند د بیاکتنې او سمون پروسه ده، ترڅو د دقت، وضاحت او یووالي له پلوه ډاډمن شئ.

پرمختیايي سمون(Developmental editing): له وړاندیز(proposal) څخه تر بشپړیدو پورې د پروژې همغږي او اصلاح کول دي.

د مسودې سمون(Proofreading): د اصلاح شوي سند وروستی بیاکتنه.

د جوړښت(Structural editing): د محتوا او جوړښت له پلوه د سند اصلاح کول دي.

د سبک سمون (Stylistic editing): د سبک، وضاحت، د جملې جوړښت، د لوستلو کچه او د لحن له پلوه د سند اصلاح کول دي.

سبک (Style)

کمپيوټر سټایل: د بېلابیلو متنونو د عناصرو لپاره تطبیق کېږي، لکه سرلیکونو. یو سټایل د فونټ ډول، اندازه، indentation, borders او داسې نورو لپاره لارښوونې لري. انتخابونه خوندي کیږي او یو سټایل نوم ورته ورکول کېږي.

 میکانیکي سټایل: د میکانیک اړوند انتخاوبنو ته اشاره کوي، لکه د لویو تورو کارول او نمبر ورکول.

ټایپ سټایل: د ټایپ ډول ته اشاره کوي، لکه بولډ یا روښانه، رومن یا ایټالیک، تنګ شوی (condensed) یا پراخ شوی (expanded).

لیکلو سټایل: د جملې جوړښت: د کلمو ټاکل، لحن او وضاحت ته اشاره کوي.

د موادو د مأخذونو د لیکلو سبک(Style reference materials)

د کور سټایل لارښود: هغه د مأخذونو  ځانګړی سند دی چې د یوې کمپنۍ یا بنسټ لخوا کارول کېږي. او ټاکي چې کله څو اختیارونه شتون لري، کوم یو یې باید وکارول شي( ترڅو په لیکلو کې یو ډول معیارونه تعقیب شي).

د سبک لارښود (Style manual): هغه لارښود چې د ژبې د کارونې قواعد بیانوي، لکه املا، ایټالیک لیکل، د حوالو یادونه او نقطه(ټکي) ایښودنه. د یادولو وړ  ده چې ډېری سمون کوونکي د شکاګو سټایل لارښود کاروي.

سټایل شیټ: د هغو انتخابونو لړلیک دی چې یو ایډیتور د سند لپاره یې کاروي. دا د لیک نښو، مخففونو او اختصارات یا لنډیزونه، املا، د لویو تورو کارولو، د هایفن( - )  او نورو میخانیکي توکو په اړه انتخابونه شاملوي. 




وروستی بدلون شوی: دونۍ, 21 اکتوبر 2024, 6:04 PM