د معاصرې تغذيې پېژندنه

Description

تغذیه زموږ د عمومي روغتیا، فعالیت او هوساینې لپاره خورا اړینه ده. په دې کورس کې به موږ د معاصرې تغذیې بنستيزو لارو چارو اروزنې سربېره د هغو مغزي موادو په اړه هم بحث وکړو چې زموږ د بدن لپاره انرژي برابروي او د اساسي فعالیتونو ملاتړ کوي. راځئ چې د عصري یا معاصرې تغذیې او همدا راز د تغذیوي میټریکس له پېژندنې څخه پیل وکړو؛ دا اساسي مفهوم د دې څرګندونه کوي چې څنګه مغزي مواد د خوړو په جوړښت  کې له یو بل سره تعامل کوي. تر دې وروسته به موږ د قوي یا لویو مغزي موادو«کاربوهایډریټونو، شحمیاتو/وازګو، پروټينونو او امینو اسیدونو» د دندو خوراکي سرچینو او میتابولیزم په اړه رڼا واچوو. پر دې سربېره به د هغو وړو یا کوچنیو مغزي موادو په اړه هم بحث وکړو چې د روغتیا لپاره اړین منرالونه پکې شامل دي او د کورس په پای کې به د اوبو د ارزښت په تړاو خبرې وکړو چې تر ټولو بنسټيزه خو له پامه غورځيدلې برخه ده. د دې کورس په پای کې به تاسې د هغو بنسټيزو تغذیوي موادو په اړه بشپړ او هر اړخیز معلومات ترلاسه کړئ چې د متوازن او سالم رژیم په جوړولو کې مرسته کوي. راځئ چې د غوره تغذیې او سالمې روغتیا پر لوري خپل سفر پیل کړو. د کورس موخه: د دې کورس تر پایه به تاسې پر دې موضوعاتو پوه شئ: د قوي یا لویو مغزي موادو(کاربوهایډریټونه، پروټينونه او شحمیات) دنده پېژندل؛ د انرژۍ په تولید او د بدن په ټولنیز فعالیت کې د کاربوهایډریټونو، پروټينونو او شحمیاتو رول. د وړو مغزي موادو(ویټامینونه او منرالونه) ارزښت پېژندنه؛ په میتابولیزم، د ناروغیو په مخنیوي او د روغتیا په ساتلو کې کې د ویټامینونو او منرالونو د رول پېژندنه.  د تغذیوي میټریکس تشریح کول؛ پر دې پوهېدل چې څنګه د خوړو جوړښت د موادو د جذب او پر روغتیا اغېزه کوي.د اوبو دنده پېژندل؛ په هایدروجن، میتابولیزم او فیزیولوجیکي توازن کې د اوبو د رول پېژندنه.د نړیوال خوراکي رژيم د بهیر ارزونه؛ د ژوند پر طریقې، تغذیې او پر روغتیا د معاصرو خوړو د اغېزو اروزنه. د متوازنو خوړو رژیمونو برابرول؛ د مناسبو فردي اړتیاوو سر سم او د مغزي موادو څخه د بډایه خوراکي رژیمونو د رامنځته کیدو لپاره د اړوند تګلارو پراختیا.

Course Information

  • ډول
    Education
  • د بشپړېدو ورځې
    60
  • سند
    YES