اصلی منځپانګې ته تښل

د موضوع اوټلاین

  • په ښوونه او روزنه کې د جنسیتي تبعیض تحلیل: پېژندنه

    دا کورس د پوهنې مسوولینو (میرمنو او سړو) او هغو کسانو لپاره چمتو شوی دی چې غواړي هلکان او نجونې پیاوړې او بشپړه تعلیمي تجربه ترلاسه کړي او وکولای شي خپل لوړ ظرفیت او وړتیا ته ځان ورسوي. دا کورس د دارالمعلمین ښوونکو، کارمندانو، مدیریتي ډلې او هغو کسانو لپاره چې د ښوونکو د مسلکي پیاوړتیا او روزنې دنده پر غاړه لري ترتیب شوی دی. تر څنګ یې د هغو ادارو لپاره دی چې په افغانستان کې د ښوونې او روزنې په برخه کې کار کوي او هم د هغه چا لپاره، چې په تعلیمي سیستم کې د جنسیتي مساواتو غوښتونکي وي او یا هم جنسیتي مساواتو لپاره کار کوي. په لومړی څپرکي کې تاسې ته ځینې مفاهېم درپېژنو چې په مرسته یې جنسیتي مساوات وپېژنئ او په ښوونه او روزنه کې د هغې د کارونې سره بلد شئ. دویم څپرکي کې هغه اړین توکي درپېژنو چې په جنسیتي تحلیل کې کارول کېږي. په درېیم څپرکي کې د یادو توکو تطبیق عملا تجربه کوئ. څلورم څپرکی په دې اړه دی چې تاسې به د جنسیتي تحلیل په لاسته راغلو نتایجو سره څه وکړئ او په ښوونه او روزنه کې د یوه پوه او پیاوړي د جنسیتي مساوات د مدافع په توګه وړ او مناسبې کړنې ترسره او بدلون رامنځته کړئ.

    د کورس موده: دا کورس نږدې شل ساعته وخت نیسي چې ټول لوستونه او کورنۍ دندې ترسره او بشړ شي.

    کچه: پرمختللې

    بنسټ: دا کورس په افغانستان کې د ښوونکو د روزنې لپاره د جنسیتي مساواتو په اړه د (GETT) پروژې اړوند برخه ده. GETT یوه نوښتي پروژه ده او موخه یې دا ده چې په افغانستان کې په سیمه ییزه کچه د روزنې هغو مرکزونو ته وده ورکړي چې د جنسیتي مساواتو ترویج لپاره ښوونکي وروزي. یاده پروژه د کاناډا د خارجه چارو وزارت په واسطه د کاناډا حکومت لخوا تمویلېږي. دا کورس د افغانستان مېرمنو لپاره کاناډايي مېرمنو موسسې لخوا پر مخ وړل کېږي.

    لګښت: وړیا

    موضوع: ښوونه او روزنه؛ مساوات

    په لاندې ژبو کې شتون لري:

    ډول: خپله زده کړه/خود آموز

    جواز دغه اثر یا لارښود (د ځینې بیروني متن او رسنیو په استثناء) د د کریټو کامنز CC-BY-NC-SA 4.0 لایسنس لرونکی دی.

    Attribution-NonCommercial-ShareAlike 4.0 International (CC BY-NC-SA 4.0) license

    د کورس جوړښت

    دا کورس څلور ماوژلونه یا څپرکي لري:

    1. د جنسیتي تحلیل لپاره چمتو کېدل
    2. جنسیتي تحلیل
    3. تطبیقي تحلیل
    4. په عملي توګه د جنسیتي مساوات پلي کول

    کورس په څه ډول پر مخ وړل کېږي:

    دا داسې یو کورس دی چې زده کوونکی یې پرته له ښوونکي او پخپله په هغو وختونو کې بشپړوي کوم چې د دوی لپاره مناسب وي. خو یاد کورس باید په ۶۰ ورځو کې تاسې بشپړ کړئ. په کورس کې په شته موضوعاتو د پوهېدو او د تمرینونو د حل په موخه په هر څپرکي کې د لوستلو لپاره معلومات درکول شوي تر څو هغه ولولئ، وګورئ او ورته غوږ شئ. که تاسو کوم تخنیکي مرستې ته اړتیا لرئ، د کورس مسوول سره اړیکه ونیسئ. که تاسو د کورس مینځپانګې یا د کورنۍ دندو په اړه پوښتنې لرئ ، نو له Info@CW4WAfghan.ca سره اړیکه ونیسئ.

    کله چې تاسو په هره صفحه کې د شته منځپانګې او محتوا لوستل بشپړ کړئ ، بلې نوې صفحې ته د تللو لپاره د صفحې په ښي اړخ کونج کې د تیر په نښه باندې کلیک وکړئ. د صفحې په لاندنۍ برخه کې د پرمختګ بار یا لیکه شتون لري چې په کورس کې ستاسو پرمختګ ښایي، چې یاد کورس مو تر دې دمه څومره بشپړ کړئ. کله مو چې کورس بشپړ کړ، کولای شئ د ځان لپاره د کورس د بشپړېدو سند تر لاسه او ډاونلوډ کړئ.

    د زده کړې موخې:

    د کورس په پای کې به لوستونکي په دې وتوانېږي چې:

    • د جنسیتي تحلیل موخې او اهادفو باندې  پوه شي.
    • هغه توکي (ابزارو) به وپېژني چې په جنسیتي تحلیل کې کارول کیږي
    • د جنسیتي تحلیل پلي کول به زده کړي.
    • هغه مهارتونه به زده کړي چې د ښوونې او روزنې په برخه کې د جنسیتي مساوات په رامنځته کولو کې مرسته کوي

    ما ثبت کړه