د CW4WA ( د انلاین روزنې څرنګوالی) کورس ته ښه راغلاست.
دغه کورس پنځه څپرکي (فصلونه) لري. هر څپرکي بېلابېلې برخې لکه په مجله یا ژورنال کې د معلوماتو لیکل، فعالیتونه او مطالعې لري. د ۱-۴ څپرکې د تمرکز لپاره ځانګړې ساحې لري. لومړی څپرکی د زدهکړې پر اړیکو را چورلي (غور کوي). په دغه برخه کې درسونه او فعالیتونه یې ستاسو او زده کوونکو ترمنځ د زده کړې اړیکې رامنځته کوي.
لومړی څپرکی: د زدهکړې پایلې
په ۱ څپرکي کې مو د انلاین درس ورکولو په وخت کې د اړیکو د را منځ ته کولو په اړه زده کړل. د پلټنې ټولنه مو معرفي کړه. موږ تاسې هڅوو چې د انلاین درس ورکولو پرمهال د ټولنیز، ښوونې او ادراکي شتون په اړه فکر وکړئ.
په دې څپرکي کې به، تاسې دا زده کړئ چې څنګه خپل کورس ټول شموله کړئ. ځینې وختونه، موږ د ښوونکو په توګه، هغه ډول درس ورکوو په کوم ډول چې موږ ته درس راکړل شوی. موږ درس ورکوو ځکه چې موږ د خپلې زدهکړې د تجربې په اړه لیواله یو. موږ ته زدهکړه اسانه وه. په هرصورت، ډېری ښوونکو په دودیز (پخوانی) تعلیمي سیسټم کې زدهکړه وکړه. په کوم کې چې د زدهکوونکي څخه تمه دا وه چې ناست وي او غوږ ونیسي. هغه زدهکوونکي چې "پرې وپوهېدل " بریالي شول. هغوی چې "پرې ونه پوهېدل" شاته پاتي شول او بیرون وشړل شول.
موږ باید یوازې هغو زدهکوونکو ته چې په "درس پوهېږي" د زدهکړې فرصتونه برابر نه کړو. موږ باید خپل د انلاین زدهکړو ډیزاین بدل کړو. د ټولو زدهکوونکو لپاره د زدهکړې فرصتونو را منځ ته کول د "لاسرسۍ" زیاتوالي ته راجع کېږي. دا د امکان تر حده ډېری زدهکوونکي ښکېلوی. دا د زدهکړې ټول شموله چاپېریال دی.
دا کورس تاسې ته ستراتیژۍ درکوي ترڅو د ټولو زدهکوونکو سره په زدهکړه کې مرسته وکړي. د زدهکوونکي په اړه فکر وکړئ. پام پرې وکړئ چې دوی ولې په ستونزه کې دي. د هغوی سره د مرستې لپاره د لارو په اړه فکر وکړئ. د یو زدهکوونکي په توګه د خپلو تجربو په اړه فکر وکړئ. د هغو کسانو لپاره خواخوږي ولرئ چې هغه ډول یې نه زده کوي چې تاسې یې کوئ. هرڅومره چې کولای د زدهکړې په اړه په مختلف ډول فکر وکړئ، هغومره به ډېر زدهکوونکي ستاسې په کورسونو کې بریا ومومي.
۲ څپرکی: د زدهکړې پایلې
۳ څپرکی: پېژندنه
په ۲ څپرکي کې موږ د ټولو زدهکوونکو لپاره د لاسرسي وړ انلاین زدهکړې څنګه ډیزاین کړو باندې بحث وکړئ. موږ د زدهکړې لپاره نړیوال ډیزاین د زدهکړې لپاره نړیوال ډیزاین (UDL) باندې تمرکز وکړ. د زدهکړې لپاره نړیوال ډیزاین (UDL) د زدهکوونکو ښکېلتیا، وړاندې کول او عمل او بیان (څرګندولو) ته لومړیتوب ورکوي.
په ۳ څپرکي کې به موږ پر مستنده ارزونه تمرکز وکړو. د دې لپاره چې د زدهکوونکو ارزونه په اړونده او معنی لرونکې بڼه تر سره کړئ، تاسې د زدهکړې مستندو کارونو ته اړتیا لرئ. د زدهکړې مستند فعالیتونه په دا دي.
ارزونه یوازې لنډیز نه دی، چې د اوونۍ، یا کال په پای کې تر سره کېږي. بلکې ارزونه باید پرله پسې د ښوونکي له خوا تر سره شي. د ښوونکي له خوا کتنه او فیډبک د تشکیلاتي ارزونې په نامه یادېږي. دا ډول ارزونه د زدهکوونکو د زدهکړې د بریالیتوب لپاره غوره تمرین دی (Hattie، 2012).
درېیم څپرکی: د زدهکړې پایلې
معلومول چې د ارزونې کوم ډولونه د مستندې زدهکړې لپاره ټر ټولو ډېر اغېزناک دي.
۴ څپرکی: پېژندنه
په تېرو څپرکو کې موږ تمرکز وکړ چې تاسې د زدهکړو لپاره څنګه ډیزاین جوړ کړئ چې ستاسې زدهکوونکي ښکېل کړي، مګر هر زدهکوونکی توپیر لري. یو زدهکوونکی تل د دې هڅه کوي چې له تاسې سره د یوه ښوونکي په توګه اړیکې ولري. د انلاین تدریس حقیقت دا دی چې موږ هیڅکله داسې احساس نه کوو چې موږ د ټولو زدهکوونکو اړتیاوې پوره کړای شو. صبر او استقامت و فکر او په راتلونکي کې و امید ته اړتیا لري.
څلورم څپرکی: د زدهکړې پایلې
تاسې ممکن د انلاین ښوونکي په توګه د ستاسو څخه د توقعاتو له امله د ستړیا احساس وکړئ. له ځان سره فکر وکړئ، "شاید زه د اوس لپاره دا کار نه شم کولای، مګر زه به یوه ورځ دا کار وکړای شم." د "تر اوسه نه" د تغییر ذهنیت ته د ذهنیت وده ویل کېږي. دا به مقاومت او استقامت ته وده ورکړي.
۵ څپرکی: پېژندنه. د کورس په اوږدو کې
تاسې د زدهکوونکي
محوره انلاین زدهکړې د
هڅولو لپاره مختلفې لارې وليدلې. ۱ څپرکی: د زدهکړې پایلې ۲ څپرکی: د زدهکړې پایلې
درېیم
څپرکی: د زدهکړې پایلې څلورم څپرکی: د زدهکړې پایلې.
پنځم څپرکی: د زدهکړې پایلې: