اصلی منځپانګې ته تښل

د موضوع اوټلاین

  • د ډیجیټلي سواد بنسټیز مهارتونه

    سریزه


    د کورس تشرېح: ډیجیټلي سواد په بیلابیلو ډیجیټلي وسایلو کې د یوه کس د اطلاعاتو موندنې، تفسیر او تشریح کولو وړتیا ته ویل کېږي. په دې کورس کې هغه بنسټیز مهارتونه شامل دي، چې په ډاډمنه توګه د انټرنیټ کارونې، له اطلاعاتو څخه د ګټې اخیستنې او په مروجو ډییجټلي وسایلو کې د ستونزو حل لپاره اړین ګڼل کېږي. دا کورس درې څپرکي (ماژولونه) لري، چې هر څپرکی یې په یوه ځانګړې برخه کې په ځانګړو مهارتونو متمرکز دی. دا کورس د ډیجیټلي سواد له پیژندګلوۍ پیل او د ښوونیزو موخو لپاره د کمپیوټر او انټرنیټ کارونې اساسات تر پوښښ لاندې راولي. آخري څپرکی د رسنیز سواد په هکله بحث کوي.

     د کورس وخت: دغه کورس له ۷ تر۱۰ ساعتو پورې وخت نیسي چې اړین لوستونه او کورنۍ دندې ترسره او بشپړ کړئ.

    کچه: لومړنۍ

    اداره: د افغان مېرمنو لپاره د کاناډايي مېرمنو مؤسسه

    د شمولیت لګښت: وړیا

    موضوع: د کمپیوټر کارول، ډیجیټلي سواد

    ژبې: انګلیسي، فارسي او پښتو

    ډول: خودآموزه زده کړه

    لایسنس: دا کورس (د بهرني متن او رسنۍ پرته) د CC-BY-NC-SA 4.0 لایسنس لاندې خپور شوی دی.

    د CC-BY-NC د جواز لوګو یا نښه

    د کورس جوړښت:

    دغه کورس په لاندې درېیو څپرکو یا ماژولو باندې ویشل شوی دی:

    1. زده کړې لپاره د کمپیوټر کارول
    2. انټرنیټ
    3. رسنیز سواد

    د کورس څرنګوالی

    دا یو خودآموزه کورس دی. په دې مانا چې زده کوونکي په خپله له ځان سره، د خپلې خوښې وخت په اساس دا کورس پرمخ بیایي او بشپړوي. خو سپارښتنه کېږي چې دا کورس له خپرېدو وروسته، تر۶۰ ورځو پورې بشپړ کړئ. په هرڅپرکي کې ستاسې لپاره داسې معلومات/توکي شته چې تاسې یې ولولئ، ویې ګورئ او واورئ، تر څو ستاسې سره د اړونده موضوع په پوهېدلو او همدارنګه د عملي تمرینونو او کورنیو دندو په ترسره کولو کې مرسته وکړي. د هر څپرکي په پای کې یوه لنډه آزموینه شته، ترڅو ستاسې د زده کړې کچه وارزوي او د آزموینو په عمومي پایلو کې ستاسې درجه/نمرې شاملې دي. که چیرې تاسې کومې تخنیکي مرستې ته اړتیا لرئ، نو د لاندې لینک لرونکې فورمې له لارې زمونږ سره اړیکه ونیسئ. که چیرې تاسې د کورس د مطالبو یا کورنۍ دندو په اړه پوښتنې لرئ، د info@darakhtdanesh.org

    برېښنالیک پتې سره په اړیکه کې شئ.

    کله چې تاسې په هره صفحه کې شته ټول مواد ولوستل، نو بلې صفحې ته د تګ لپاره د صفحې په ښکته ښي کونج کې په غشي ډوله علامې باندې کلېک وکړئ. د صفحې په لاندې برخه کې یوه لیکه ده چې په هر کورس او هر څپرکي کې ستاسې پرمختګ ښیي. کله چې تاسې کورس بشپړ کړئ، نو تاسې ته به هغه آپشن مخې ته راشي چې پر مټ یې د ځان لپاره د کورس د بشپړولو تصدیق پاڼه یا سرټیفکيټ موجود وي نو خپل کمپیوټر ته یې ډاونلوډ کړئ.

    د زده کړې موخې:

    ددې کورس په پای کې به زده کوونکي وکولای شي چې:

    • د کمپیوټر په لومړنیو اجزاوو او دندو باندې پوه شي
    • له انټرنیټ او په انلاین بڼه د شته آسانتیاوو له ډولونو سره آشنا شي
    • د مطالبو د ارزونې پر مهال د رسنیز سواد اصول پلي یا عملي کړي

    ارزونه/آزموینه

    دا یو نمره لرونکی کورس دی چې په هغه کې له تاسې څخه غوښتنه کیږي چې په هر څپرکي یا ماژول کې شته تمرینونه او یوه لنډه آزموینه بشپړه کړئ. ستاسې درجه د دریو لنډو آزموینو د اوسط نمرو پر بنسټ ټاکل کیږي. په دې کورس کې د بریالی کېدلو لپاره تر ټولو ټیټې اړینې نمرې ۷۰ سلنه دي. تاسو کولای شئ د پای آزموینه نامحدوده ځلې ورکړئ ترڅو بریالی شئ. یوازې هغو کسانو ته به د کورس تصدیق پاڼه ورکول کیږي چې اړینې نمرې پوره کړي وي.

    Enrol me

  • ۱. لومړی څپرکی: د زده کړو لپاره د کمپیوټر کارول

     

  • دویم څپرکی: انټرنیټ/د نړۍ جال

  • ۳- درېیم څپرکی: رسنیز او اطلاعاتي سواد

  • سروې

  • د کورس تصدیق (سرټیفیکټ)