له ليرې زده کړه د تدریس او زده کړې یوه لاره ده چې زده کوونکي او ښوونکي د وخت یا ځای له مخې جلا کېږي، په ټولګي کې نه لیدل کېږي، او د کورس د موادو شریکولو او خبرو اترو لپاره انټرنیټ یا بدیله وسیله کاروي. دا کولی شي په هر ډول تدریس اطلاق وکړي چې له دودیز ټولګي څخه بهر ترسره کېږي، په شمول د کاغذ پر مخ د لیک لوست کورسونه یا د ټیکنالوژۍ پر مټ وړاندې کېدونکې زده کړې، لکه درخت دانش کورسونو کې دا کورس. په دې کې هغه کورسونه شامل دي چې یو ښوونکی د زده کوونکو د ملاتړ لپاره شتون لري او همدارنګه هغه کورسونه چې زده کوونکي له وقف شوي ښوونکي پرته په خپله کار کوي. څرنګه چې انټرنیټ د ليرې واټن زده کړې وړاندیز کولو ترټولو عامه لاره ده، موږ به د ډېری برخې لپاره د ټېکنالوژۍ پر بنسټ سیسټمونو ته مراجعه وکړو، مګر هغه محتويات چې موږ یې دلته رانغاړو، د بل هر ډول انلاين زده کړې لپاره به هم پلي کېږي.
Skill Level: Beginner