دا کورس اته برخې لري. دا سرچینې او د عمل لارښود چمتو کوي ترڅو د افغان ښوونکو سره د جامع زده کړې د کړنو په ښه کولو کې مرسته وکړي.
. هره برخه باید د بشپړولو لپاره له ۴ څخه تر۵ ساعتونو پورې وخت ونیسي، چې له دوو اوونیو څخه زیاته موده به نه نيسي. دا کورس یوه سرچینه ده؛ څو له تاسو او د ټولنې د سمون له شبکې او د ښوونځي له مشرانو سره مرسته وکړي؛ ترڅو په ښوونځیو کې د ټولشموليت اړوند مسائلو د موندنې او څارنې لپاره ګډ کار وکړي.