د عدالت غوښتنې د بنسټونو  او د جنسیتي آپارتاید د جرم ګڼلو  ښوونیز کورس ته ښه راغلاست! دا کورس تاریخي او معاصر بېلګې، حقوقي چوکاټونه، او روانې هڅې څېړي او تحلیلوي، څو جنسیتي آپارتاید د نړیوال جزایي قانون په چوکاټ کې د بشر ضد جرم په توګه وپېژندل شي. تاسو به د جنسیتي آپارتاید ټولنیز، سیاسي او حقوقي اړخونه وپېژنئ او د عدالت لپاره د مبارزې، غږ او دفاع (دادخواهۍ) اړین وسایل ترلاسه کړئ. دا کورس پر دې ټینګار کوي چې اشخاص او سازمانونه باید له مخکې چمتووالی ولري، څو پوه شي چې ایا دوی د بریالي دادخواهۍ پروژه پیلولو لپاره اړینه پوهه، مهارتونه او شبکې لري که نه