د ښوونځي د رهبرۍ لپاره د مسلکي زده کړې سرچینې تاسو ته د افغان مېرمنو لپاره د کاناډايي مېرمنو لخوا د زده کړې د نړیوال مشارکت - د پوهې او معلوماتو د تبادلې (GPE KIX) پروژې سره په ملګرتیا تاسې ته وړاندې کېږي: د ښوونځي رهبري د مساواتو او شمولیت پر لور پروژه.
د موضوعاتو لړليک
- ښه راغلاست!
- ولې پر ټولشموله تمرکز وکړو؟
- له دې کورس څخه زه څه تمه درلودلای شم؟
- د زده کړې موخې
- د کورس پلېټ فارم
- لاسرسی
- ستاسې د زده کړې ژورنال يا د يادښت کتابچه
- د کورس په لړ کې کار
- ګډ کار
- ارزونه، مسؤوليتونه او تمې
- آسانتیاوې
1. ښه راغلاست!
په ښوونځیو کې د برابرۍ او شمولیت د ښه کولو لپاره دې پرانيستي کورس ته ښه راغلاست. دا کورس اته برخې لري. دا کورس سرچینې او د عمل لارښود وړاندې کوي؛ څو د افغان ښوونځیو مشران يې پرمټ د ټول شموله زده کړې طرزالعملونو ته وده ورکړي. هره برخه باید د بشپړولو لپاره له ۴ څخه تر۵ ساعتونو پورې وخت ونیسي، چې له دوو اوونیو څخه زیاته موده به نه نيسي. دا کورس یوه سرچینه ده؛ څو له تاسو او د ټولنې د سمون له شبکې او د ښوونځي له مشرانو سره مرسته وکړي؛ ترڅو په ښوونځیو کې د ټولشموليت اړوند مسائلو د موندنې او څارنې لپاره ګډ کار وکړي.
دا کورس د «مختلطې زده کړې» په بڼه وړاندې کېږي، په دې معنی چې دا به آنلاین او د ښوونځي د نورو مشرانو لخوا د اسانتیاوو په ترڅ کې ترسره شي. دا کورس به تاسو د نورو افغان ښوونځیو له هغو مشرانو سره نښلوي چې په خپلو ښوونځیو کې ورته او د ټولشمولې بېلابېل مسائل حل کوي. تاسو به په ګډه د ټولشموليت ننګونې وڅیړئ، د حل لارې به ورته ومومئ او په خپل ښوونځي کې به د ټولشموليت لپاره اقدام وکړئ.
دا کورس تاسو ته د یو لړ مرحلو له لارې لارښوونه کوي. دا د کار د دوامدار پرمختګ میتودولوژي پراساس جوړ شوی دی چې پلان يې کړه، ترسره يې کړه، څېړنه وکړه، عمل وکړه، (PDSA) دوران په نوم یادېږي، کوم چې ستاسو ښوونځیو په عمل کې د کوچنيو بدلونونو پلان کول، ترسره کول، مطالعه کول او عمل کول رانغاړي. ستاسو په ښوونځيو کې د شمولیت ښه کولو لپاره په کوچنیو بدلونونو باندې ټینګار په کار دی. په داسې حال کې چې د کورس اخیستلو په وخت کې به تاسو د PDSA له دوران او ستاسو په ښوونځي کې د ټولشموليت د ننګونو له موندلو سره ډېر آشنا شي.
دا کورس د لاندې کسانو لپاره دی:
-
سرښوونکي
-
د سرښوونکو مرستيالان
-
د ښوونځي رهبري
-
د ښوونځي مديران
-
د ښوونځي شورا يا هم د ښوونځيو د مديريت کمېټې غړي
-
د اړوندې همکارې ادارې لکه مؤسسې کارکاوونکي چې د ښوونځيو له رهبرۍ سره کار کوي.
دا کورس د افغان مېرمنو لپاره د کاناډايي مېرمنو لخوا د نورو شریکانو په همکارۍ د GPE-KIX پروژې د یوې برخې په اډانه کې جوړ شوی دی: د ښوونځي رهبري د برابرۍ او شمولیت پر لور. دا پروژه په افغانستان، نیپال او پاکستان کې له نړیوالو ښوونکو سره په ګډه کار کوي. د پروژې په اړه نور معلومات دلته ترلاسه کړئ. https://www.gpekix.org/project/school-leaders-agents-change-towards-equity-and-inclusion
2. ولې پر ټولشموليت تمرکز کوو؟
موږ ټول په دې پوهیږو چې په ټوله نړۍ کې ډیری داسې زده کوونکي شته چې په بشپړ ډول په باکيفيته زده کړه کې برخه نه اخلي. په دغو زده کوونکو کې نجونې، معلولیت لرونکي ماشومان، بې ځایه شوي ماشومان، د ځانګړو قومونو ماشومان، د لیرې پرتو سیمو ماشومان، د جګړې له کبله بې ځایه شوي ماشومان او په خورا بې وزلۍ کې ژوند کوونکي ماشومان شامل دي.
د دې مسلې حل کول زموږ ټولو لپاره چې په تعلیم کې ښکیل دي، یو عاجل لومړیتوب دی. ډیری حکومتونه د ښوونځي د ټولشموليت په اړه هراړخیزې پالیسۍ لري. مګر یوازې پالیسي د زده کړې په برخه کې د برابرۍ ترلاسه کولو لپاره کافي نه ده. په سيمه کې اقدام ته هم اړتیا ده. د ښوونځي رهبري لکه تاسې کولای شئ دلته مهم رول ولوبوئ. که تاسو د یوې ټولنې په توګه ګډ کار کوئ؛ نو تاسو لا ډېر اغیزمن تمامېدای شي.
د پېژندنې په دې لنډه برخه کې به تاسې دا لاندې موارد زده کړئ:
-
دا کورس د څه په اړه دی؟
-
د کورس د زده کړې لاسته راوړنې
-
د کورس پرليکه پلېټ فارم څنګه وکاروئ؟
-
د زده کړې د ژورنال او يا د يادښت کتابچې د لرلو موخه
-
دا کورس څنګه مخته ځي؟
-
دا کورس څنګه د ټولو ګډونوالو لپاره د لاسرسي وړ دی؟
3. له دې کورسه زه څه تمه لرلای شم؟
دا کورس د ښوونځي د رهبرۍ لپاره یوه سرچینه ده. دا د ټولشموليت د ودې لپاره د ښوونځي د طرزالعملونو د ښه کولو په برخه کې نوښتګر چلند ته اړتیا لري. دا تاسو ته ټکي په ټکي لارښوونې نه کوي چې تاسو باید څه ښه کړئ او څنګه، بلکه دا کورس له تاسو سره مرسته کوي چې خپل مهارتونه او باور ته وده ورکړئ؛ ترڅو خپل پلانونه رامینځته کړئ او د زده کوونکو، ښوونکو او مدیریت لپاره د چلند بدلون رهبري کړئ. د چلند دا بدلون ستاسو د ټولو زده کوونکو لپاره د ښوونځي په جامع او ټولشموله کولو باندې تمرکز کوي.
د دې کورس موخه دا ده چې:
-
د ښوونځي مشران په ښوونځیو کې د ټولشموليت او ټولشموله کړنو په اړه له یو لړ نظریاتو سره آشنا کړي.
-
د ښوونځي مشرانو ته لارښوونه وکړي چې څنګه د دوی په شرایطو کې د ټولشموليت مسائل تحلیل کړي.
-
د ښوونځي د مشرانو د شبکې پرمټ پرمختللې ټولنې (NICs) ته وده ورکړي.
-
د ښوونځي له مشرانو سره د ګډ کار په برخه کې مرسته وکړي؛ ترڅو د کوچنیو کچو هغه بدلونونه وآزمايي کوم چې د دوی په ښوونځیو کې ټول¬شموله کړنې ښې کوي.
-
د دې په اړه لید او ذهنیتونه بدل کړي چې څنګه د ښوونځي مشران کولای شي د ښوونځي د ټول¬شموليت لپاره ګډ کار وکړي.
4. د زده کړې موخې
له دې کورس څخه وروسته به تاسې د لاندې کارونو د ترسره کولو وړتياوې ولرئ:
-
په خپلو ښوونځیو کې د ټول¬شموليت یو لړ مسائل په ګوته کړئ، همکارانو او د خپل ښوونځي پراخې ټولنې ته يې تشرېح کړئ چې دا موضوعات څنګه د زده کوونکو په زده کړه اغیزه کوي.
- پخپل شرایطو کې د ټول¬شموليت لپاره اړونده پالیسي تشرېح کړئ.
-
ستاسو په ښوونځي کې د ټول¬شموليت اړوند معلومات راټول، تحلیل او کارولای شئ.
-
د ټول¬شموليت او برابرۍ لپاره د لارښوونې او ملاتړ سرچینې (سيمه یيزې او ملي) په ګوته کړئ.
- پخپل ښوونځي کې د ټول¬شمولیت د ودې لپاره نوې کړنې او ستراتیژۍ معرفي کړئ.
-
د دې کړنو د ګټورتیا ارزونه وکړئ او وارزوئ چې کړنې ته دوام ورکړئ که کړنه بدله کړئ.
-
د ډیجیټل ټیکنالوژۍ څخه کار واخلئ؛ ترڅو له ملګرو سره اړیکه ونیسئ، سرچینې ومومئ او له ملګرو سره تمرینونه او ستراتیژۍ شریکې کړئ.
د زده کړې لاسته راوړنو او برخو ته لنډه کتنه:
د برخې شمېره او سرليک
|
د زده کړې لاسته راوړنې
|
پېژندنه
|
د کورس په موخو پوهېدل او په دې کورس کې له
ګډون څخه تمې.
|
لومړۍ برخه – په
زده کړه کې د ټولشموليت پراختيا او پرې پوهېدنه
|
د خپل ښوونځیو په شرایطو کې د «ټولشموله زده کړې» معنی باندې پوه شئ.
پوه شئ چې د ښوونځي
چاپېريال د کوچنیو بدلونونو له لارې ښه کیدای شي.
د
موجوده سرچینو پرمټ ستاسو په شرایطو کې د ټولشموليت د ننګونو ځانګړي ډولونه
په ګوته کړئ.
|
دويمه برخه – د اطلاعاتو پر مټ د ټولشموليت ښودنه
|
تشرېح
کړئ چې ستاسو په ښوونځي
کې د ټولشموليت د بدلونونو پلان په موخه مختلف اطلاعات څنګه کارول کیدای شي.
ستاسو
په ښوونځي او ټولنه کې د زده کوونکو د پروفایل او زده کړې په اړه د نورو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د معلوماتو سرچینې
ومومئ.
|
درېيمه برخه – په ښوونځيو کې د ټولشموليت تمرينونه
|
تشرېح کړئ چې له يوه ټولشموله چاپېريال لرونکي ښوونځي
څخه څه تمه لرلای شئ.
ستاسو په ښوونځي کې د زده کوونکو د
شمولیت په اړه لیدنې ترسره کړئ.
ستاسو له ښوونځي څخه د ټولشموليت په اړه راټول شوي معلومات تحلیل کړئ او په
معنی دار ډول یې وړاندې کړئ.
|
څلورمه برخه – په ښوونځي کې مو بدلون رامنځته کول: پلان جوړ کړئ – پلی يې کړی –
مطالعه او څېړنه وکړئ – عمل وکړئ؛ بهیر ته کتنه
|
ستاسو په ښوونځي
یا پراخه ټولنه کې په ټولشموليت پورې اړوند لږ تر لږه یوه کوچنۍ
ستونزه په ګوته کړئ.
د یوې کوچنۍ
ستونزې د اصلي لاملونو او اغیزو د موندلو لپاره د ستونزې د ونې تحلیل ترسره کړئ.
د PDSA له بهیر څخه
کار اخیستل پیل کړئ؛ ترڅو ستاسو په ښوونځي کې په ټولشموليت پورې اړوند پرمختګونه پلان کړئ.
|
پنځمه برخه – پلي کول/عمل
|
د هغه
کوچني بدلون په کارولو سره د PDSA بهیر په پلي کولو وتوانېږئ چې
تاسو په ۴ برخه کې پلان
کړی و.
د هغه
بدلون د اغیزو په اړه معلومات راټول کړئ چې تاسو ترسره کړی دی.
هغه ننګونې
منعکسې کړئ چې
تاسو يې د بدلون په
پلي کولو کې تجربه کوئ او د پرمختګ په ټولنه کې یې له خپلو ملګرو سره شريکې کړئ.
|
شپږمه برخه – مطالعه/څېړنه وکړئ او ترسره يې کړئ
|
د مداخلې یا «عمل» په اړه راټول
شوي معلومات تحلیل باندې پوه شئ.
د تحلیل مهارتونه په پام کې
ونيسئ؛ ترڅو پریکړه وکړئ چې ایا عمل ته دوام ورکړئ یا يې ودروئ او بلې تجربې هڅه
وکړئ.
زده کړئ چې د نورو ملګرو
کوچنۍ ستونزې، حل يې او د دوی د
بدلونونو اغیزې څنګه مطالعه کړئ.
|
اوومه برخه – د PDSA نوی دوران
|
د ټولشمولیت د کوچنیو ننګونو په ځواب کې په ډاډه توګه د PDSA بهیر د پلي
کولو توان ولرئ.
ستاسو په ښوونځي او ټولنه کې د ټولشموليت د ځانګړو ننګونو د حل
کولو د څرنګوالي په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.
|
اتمه برخه – انعکاس او ځان ارزونه
|
هغه
فعالیتونه وپېژنئ او تشرېح يې کړئ چې ستاسو ښوونځي د ټولشمولیت د ودې
لپاره ترسره کړي دي.
ستاسو
په ښوونځي کې د ټولشموليت
په مسائلو پورې اړوندو نورو بدلونونو
او کړنو ته د وده ورکولو توان لري.
د دې وړتیا
ولرئ چې د ټولشموليت لومړنی نظرونه د PDSA بهیر له بشپړولو وروسته ستاسو له پوهې سره پرتله کړي.
د دې وړتیا
ولرئ چې پخپلو مهارتونو، چلند او باور کې بدلونونه منعکس کړئ، هغه چې
د PDSA بهیر د پلي
کولو پرمهال پېښ شوي
دي.
|
5. د کورس پلېټ فارم/بڼه
د پلیټ فارم له لارې د کورس لټون ۱۰ دقیقې وخت نیسي، چې د سرچينو لټون هم پکې شامل دی.
د صوتي سرچینې وګورئ؛ ترڅو ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو یې لیدلی او اوریدلی شئ.
د سرچینو له برخې څخه PDF پرانيزئ.
څو لېنکونه پرانيزئ؛ څو ډاډ ترلاسه کړئ چې لاسرسی ورته لرئ.
د کورس هره برخه يو شمېر پرليکه او فزیکي فعاليتونه لري.
په پرليکه يا انلاين توګه به دا فعاليتونه ترسره کېږي:
-
د کورس په فورم کې خپل نظريات خپرول.
-
د کورس په فورم کې د ښوونځي د نورو مشرانو پوسټونو ته ځواب ویل
-
د کورس منځپانګه لوستل
-
فعالیتونه ترسره کول
-
د سرچینو لوستل
-
د نورو ښوونځیو له مشرانو سره آنلاین ناستې؛ دا به د تسهیل کوونکي لخوا تنظیم شي.
ځينې لاندې فعاليتونه به آفلاين ترسره کېږي:
- د خپل ښوونځي د مدیریت کمیټې سره لیدنه
- د خپل ښوونځي ښوونکو سره لیدنه
-
د ښوونځي د پالیسۍ اسناد چیک کول
-
د ټولګیو څارنه او نوټ اخیستل
-
پخپل ژورنال/يادښت کتابچه کې منعکس کول
-
د ستونزو د حل لپاره د ښوونځي له نورو مشرانو سره اړیکه ونیسئ (د ټلیفون زنګ یا متن، یا په شخصي توګه)
د هرې فرعي برخې او فعاليت لپاره به تاسې بېلابېلې نښې يا علامې ووينی. له دې نښو څخه به تاسې پوه شی چې له تاسې تمه څه ده.
نښه/علامه
|
نښه/علامه معنا
|
|
فعاليت
|
|
د زده کړې ژورنال/يادښت کتابچه
|
|
لید/نظر
|
|
لوستنه
|
|
ښوونځی
|
|
ټولنه/د خلکو یوه ډوله
|
|
د وروستۍ ارزونې لپاره اړين دی
|
6. لاسرسی
-
تاسې کولای شئ د کورس پاڼې ډاونلوډ او چاپ کړئ.
-
ټول غږيز- لیدنيز توکي به یو ټرانسکرېب، فرعي سرلیکونه یا سرلیکونه ولري.
-
ډیاګرامونه او عکسونه چې د زده کړې پایلو لپاره مهم دي، بايد د متن توضیحات ولري.
-
مهرباني وکړئ خپل تسهیل کوونکي ته ووایاست که تاسو د لاسرسي اړتیاوې لرئ (د چاپ شوي متن لیدلو، پوهیدو یا لوستلو کې ننګونې، د ټیکنالوژۍ کارولو کې مرسته، کیبورډ کارول، ټایپ کول، او نور).
-
استوګنځایونه شتون لري او ستاسو تسهیل کوونکی به له تاسې سره د لاسرسي لپاره د حل موندنې په برخه کې مرسته وکړي.
7. ستاسې د زده کړې ژورنال/د يادښت کتابچه
ستاسو د زده کړې ژورنال يا کتابچه یوه شخصي سرچینه ده چې تاسو به یې د دې کورس د اخيستلو پرمهال رامینځته کړئ. تاسو به دا ژورنال د ځانګړو فعالیتونو او زده کړې یا مشاهدو پر وخت د خپلو افکارو ثبتولو لپاره وکاروئ. تاسې کولای شئ په ژورنال کې هر وخت چې وغواړئ نور نوټونه او لیدنې هم اضافه کړئ.
د زده کړې ژورنال ممکن د يادښت يوه کتابچه وي، ستاسو په ټليفون یا ټبلیټ کې یو سند، یا یو صوتي فایل وي. تاسو باید هغه بڼه غوره کړئ چې تاسو به یې د خپلې زده کړې د ژورنال په توګه وکاروئ او د کورس په اوږدو کې به یې وکاروئ.
د کورس په پای کې به له تاسو څخه وغوښتل شي چې د زده کړې ژورنال بیرته وګوری؛ ترڅو بیاکتنه ورته وکړئ او پوه شئ چې تاسو له دې کورس څخه څه زده کړل او ستاسو نظرونه، مهارتونه او چلند څنګه بدل شوي دي.
تاسو کولای شئ د خپلې زده کړې په ژورنال کې هره ژبه وکاروئ. که تاسو غواړی؛ نو عکسونه یا انځورونه هم پکې شامل کړئ. ستاسو د زده کړې ژورنال یوازې ستاسو لپاره دی. هیڅوک به يې نه ويني چې تاسو څه ليکی، رسم باسئ او يا يې په غږيزه توګه ثبتوئ. مګر دا چې تاسۍ يې له نورو سره د شريکولو پریکړه وکړئ.
پریکړه وکړئ چې تاسو به د خپلې زده کړې د ژورنال لپاره کوم شکل/بڼه وکاروئ. که تاسو دا په بریښنایي ډول جوړوئ؛ نو په ياد ولرئ چې درج شوي معلومات مو هرځل ثبت او خوندي کړئ.
اوس په ۱۰ دقيقو کې په خپل ژورنال کې لومړی يادښت ثبت کړئ.
د يادښت نېټه وليکئ او سرليک يې (زما خپلې موخې) وټاکئ.
اوس هڅه وکړئ دا پوښتنې ځواب کړئ:
-
ستاسې په رول کې، تاسې له دې کورس څخه د څه شي د ترلاسه کولو تمه لرئ؟
-
تاسو د ښوونځي له نورو مشرانو سره د خپلې مطالعې او همکارۍ په اړه څه ته سترګې په لاره یاست؟
8. د کورس د اخيستلو په لړ کې
دا کورس د دې لپاره ډیزاین شوی چې د ښوونځي له نورو مشرانو یا سرښوونکو سره يوځای يې په يوه کوچنۍ ډله کې ترلاسه کړئ. دا یو عملي کورس دی. د کورس له اتو برخو څخه په هره یوه کې لوستل، فعالیتونه، او انعکاس شامل دي. ستاسو لپاره د کورس اړوند ټولنه کې د ښوونځي له نورو مشرانو سره د خبرو اترو فرصتونه هم شتون لري.
په هره برخه کې یو شمیر فعالیتونه شتون لري. له دې فعالیتونو څخه به ځینې تاسو پخپله شاید ستاسو په ښوونځي کې ترسره کوئ. دا کورس په هر هغه وخت او ځای کې بشپړ کیدای شي چې ستاسو ممکن وي. د دې فعالیتونو ځینې له تاسو څخه غوښتنه کوي چې تاسې د خپلې زده کړې په ژورنال کې خپله مشاهده یا انعکاس درج کړئ.
نور فعالیتونه د کورس په ټولنه (NIC) کې ستاسو له ملګرو سره په ګډه د ترسره کولو لپاره ډیزاین شوي دي. دا ممکن د همکارۍ پلیټ فارم په کارولو سره په محلي مرکز یا آنلاین بڼه په انفرادي توګه د ناستې پرمهال ترسره شي. ستاسو تسهیل کوونکی به له تاسو سره مشوره وکړي او پلان به يې کړي چې ستاسو او ستاسو د ښوونځي د ملګرو مشرانو لپاره کومه بڼه ښه کار کوي.
تاسو باید په کورس کې د ټولو فعالیتونو د ترسره کولو هڅه وکړئ. که تاسو له ستونزې سره مخ ياست؛ نو کولای شئ په خپله ټولنه کې د ښوونځي له نورو مشرانو یا ستاسو له تسهیل کوونکي څخه پوښتنه وکړئ.
هره برخه د تسهيلوونکو لپاره سرچينې او یادښتونه هم وړاندې کوي.
9. ګډ کار
په هره برخه کې به له تاسو څخه وغوښتل شي چې خپل نظرونه یا تجربې د ښوونځي له نورو مشرانو سره شریکې کړئ او د هغه څه په اړه تبصره وکړئ چې دوی يې شريکوي. تاسو به یو له بل سره مرسته وکړئ چې ستاسو په ښوونځي کې په ټول-شموليت پورې اړوندې کوچنۍ ستونزې حل کړي. دا همکاري به د آنلاین پلیټ فارم له لارې وي.
اوس آنلاين پلېټ فارم ته ولاړ شئ. وګورئ چې تاسې لاسرسی ورته لرئ که نه.
د لاندينيو معلوماتو لرونکی پوست/لید خپور کړئ:
-
ستاسې نوم
-
ستاسې دنده او د ښوونځي بڼه چې کار پکې کوئ.
-
تاسې په دې ښوونځي کې څومره وخت دنده ترسره کړې؟
-
ستاسې په ښوونځي کې د ټول¬شموليت پروړاندې اساسي ننګونې کومې دي؟
همدارنګه د بل ښوونځي د مشر پر پوست يو نظر هم خپور کړئ. ورته وليکئ چې د دوی د پوست اړوند مو څه خوښ شول او يا پوښتنه ترې وکړئ.
محرميت:
دا ډیره مهمه ده چې تاسې د ملګرو ترمنځ محرمیت تعریف کړئ. تاسو به د حساسو مسلو په اړه غږیږئ، پشمول د ښوونځي د مشر په توګه ستاسو پروړاندې ننګونې او هغه ننګونې چې تاسو د کوچنیو خو پیچلو ستونزو د حل کولو لپاره ورسره مخامخ یاست. دا اړینه ده تاسو هغه معلومات شریک نه کړی چې تاسو يې د نورو ښوونځيو له مشرانو او د دوی ښوونځي د کورس/پروژې له فورم څخه بهر زده کوئ. تاسو کولای شئ په فعالیتونو کې ځانګړي زده کوونکي او قضیې ته هم مراجعه وکړئ. دا خورا مهمه ده چې تاسو د زده کوونکو په اړه د هغو معلوماتو له شاملولو څخه ډډه وکړئ چې د دوی هویت پکې څرګندېږي او زيان ورته رسېږي.
10. ارزونه، مسؤوليتونه او تمې
دا کورس نومرې نه لري؛ نو تاسو به يې د بشپړولو پرمهال د هغه فعالیتونو په اړه کومه درجه یا نومرې او نښې ترلاسه نه کړئ. د کورس ټول لوستل او فعالیتونه د کورس په اوږدو کې ستاسو د زده کړې لپاره مهم دي. دا سپارښتنه کېږي چې تاسو فعالیتونه په هغه ترتیب سره ترسره کړئ چې څنګه وړاندې شوي؛ ترڅو د ښه کولو پروسې پرمهال ښه زده کړه ترسره شي.
ځينې فعاليتونه په ستوري سره په نښه شوي دي:
کله چې تاسو دا فعالیتونه پای ته ورسوئ، ستاسو د کورس تسهیل کوونکي به په غونډو یا د کورس په فعاليتونو کې ستاسې د شراکت پر اساس تائيد کړي چې تاسو کورس بشپړ کړ.
د ارزونې فعاليتونه:
۱.۳ د ټولنې د پرمختللې شبکې په پراختيا
پوهېدنه
|
۱.۴ ډېر څه د ټولشموليت او معلوليت په اړه
|
۱.۵ د ټولشمولیت ونه رسم کړئ.
|
۲.۳ د ټولشموليت نظارت او څارنه
|
۲.۴ د شبکې له لارې له پرمختللې ټولنې سره د ټولشموليت د څارنې
د موندنو شريکول
|
۳.۲ د ښوونځي شاوخوا د مشاهدې ترسره کول: په تدريس او زده کړه کې
ټولشموليت
|
۳.۳ ما د ټولشموليت له مشاهدې څخه څه زده کړل؟ د شخضي انعکاس او
نظر شريکولو فعاليت
|
۳.۴ پر زده کړه د اوسني سيستم د لاملونو/تجربو د اغېز تحليل
|
۴.۲ انعکاس او د شبکې له لارې له پرمختللې ټولنې سره شريکول
|
۴.۳ د PDSA د ايجاد لپاره ګډ کار
|
۴.۶ د فيډبېک/نظر ورکولو پروسه
|
۵.۳ (پوست کول)
|
۶.۱ د بدلون له پلي کولو د اطلاعاتو تر تحليل پورې – مطالعه/څېړنه (ژورنال او پوست)
|
۶.۲ خپل اطلاعات وړاندې کړئ او د کړنې/عمل د ګام په اړه پرېکړه وکړئ.
|
۶.۳ ستاسو د PDSA بهیر په اړه فکر کول (د کورس په فورم کې، د دې دوران د «عمل» مرحلې لپاره د خپلې پریکړې په اړه ولیکئ او ځینې مهم حقایق لیست کړئ چې له تاسو سره یې د دې پریکړې په نيولو کې مرسته کوي.)
|
۷.۵ د خپلې موخې ټاکل او ترسيم
|
۷.۶ بيا يې ترسره کړئ: پلان يې کړئ او د PDSA بهیر مو بيا پلی کړئ.
|
۷.۷ هغه څه مو چې زده کړي، له نورو سره يې شريک کړئ.
|
۸.۱ د PDSA اړوند ځان ارزونه
|
۸.۳ ستاسې د کار ستاينه او شريکول
|
۸.۴ د ښوونځي د عملياتي اسنادو بياکتنه
|
۸.۵ د مهارتونو او پوهې اوند ځان ارزونه
|
۸.۶ ګروپي فعاليت: د ارزونې شريکول او بحث
|
11. لارښود
دا کورس داسې جوړ شوی چې «ښوونکی» ته اړتیا نه لري؛ خو ممکن یولارښود وي چې تاسې ته د زده کړې د لارښود اړوند مرسته وکړي. هره برخه د لارښود لپاره لنډ یادښتونه لري.
لارښود/تسهیل کوونکي به:
-
د کورس له لارې د کار کولو او دندې بشپړولو لپاره د ګروپ لارښود او ملاتړ؛
-
هرڅوک وهڅوي چې ونډه او په بحثونو کې برخه واخلي؛
-
د ګروپ تمرکز وساتي او مخ پر وړاندې يې روان کړي.
د (تسهيل) تعريف (د کارونو آسانه کول) دي. دا له پروسې سره هم¬مهاله د يوې ډلې خلکو حرکت دی.
کورس د مرستې ځانګړتیا لري چې تاسو کولی شئ په هر وخت کې له خپل لارښود څخه د مرستې غوښتنه وکړئ. دوی به ستاسو پوښتنو ته ژر تر ژره ځواب درکړي.
ستاسو د زده کړې په ژورنال کې دې پوښتنو ته خپل لومړني ځوابونه د مطالعې لپاره نوټ کړئ. تاسو به د خپلو نظرونو په اړه په خپل ګروپ (NIC) کې د ښوونځي له نورو مشرانو سره بحث وکړی:
-
څنګه غواړی چې د نورو ښوونځیو له مشرانو سره په یوه کوچنۍ ډله کې همکاري وکړئ - کله، چېرته، او څو ځله؟ (د دې په اړه فکر وکړئ چې چېرته او کله تاسو انټرنیټ ته لاسرسی لري)
-
ستاسو لارښود څوک دی؟
-
که تاسو کومه ستونزه لری؛ نو څنګه ورسره اړیکه نیسئ؟