د موضوع اوټلاین

  • د رواني صدمې د ابتدايي نښو پېژندنه: سریزه

    د کورس پېژندنه: رواني صدمه پر یو چا باندې د یوې دردوونکې یا پرېشانوونکې تجربې او پېښې اغېزې دي چې کېدای شي دواړه احساساتي او فزیکي نښې ولري او د یوه کس پر ورځني ژوند له بېلابېلو لارو اغېز کوي. په دې کورس کې د ابتدايي رواني صدمې پېژندنه تربحث لاندې نيول کېږي. دا کورس ګډونوالو ته د انسانانو ابتدايي رواني صدمه ورپېژني، په لاملونو او ډولونو يې بحث کوي او له جګړې څخه د راپېښې صدمې په اړه تدریس کېږي. د کورس په پای کې به ګډونوال په انسانانو کې د رواني صدمې د لاملونو او پایلو په اړه لومړنۍ پوهه ولري. دا کورس د هغه ټولو کسانو لپاره ګټور دی چې رواني صدمه یې خپله تجربه کړې وي، داسې د کورنی غړي او يا ملګري ولري چې رواني صدمه يې ليدلې وي او يا هم هغه کسان واوسي چې له رواني صدمه لرونکو سره کار کوي.

    وخت: دغه کورس تقریبا څلور ساعته په بر کې نیسي چې ټول لوست لولئ او ویډیو ګانې یې وګورئ.

    کچه: پیژندنه

    موسسه د برېټش کولمبیا پوهنتون (UBC)، د ښوونې او روزنې پوهنځی

    لګښت: وړیا

    موضوع: ارواپوهنه

    په لاندې ژبو کې شتون لري: انګلیسي، دري/فارسي، پښتو

    ډول: له ځان سره زده‌کړه/خودآموزه

    جواز د کورس جواز: CC BY-NC 2.0 CA.

    د کار څرنګوالی

    دا یو خودآموز کورس دی. نو ګډونوال به په خپله هغه مهال کورس بشپړوي چې دوی ته مناسب وي. دا سپارښتنه کوو چې تاسې د کورس له پیلېدو وروسته په ۱۵ ورځو کې بشپړ کړئ. په کورس کې ستاسو د لوستلو، لیدلو یا اورېدلو لپاره معلومات او همدارنګه تمرینونه او دندې شتون لري؛ ترڅو له تاسو سره د موضوع د زده کړې په هکله مرسته وکړي. له تاسو څخه هم غوښتنه کېږي چې چمتو شوي مرستندوی توکي هم ولولئ. د کورس په پای کې، ستاسو د زده کړې د ارزولو لپاره یوه لنډه ازموینه شته او د دې آزموينې پايله ستاسو د کورس سویه ده. که تاسوکوم تخنیکی ملاتړ ته اړتیا لری، له support@darakhtdanesh.org سره اړیکه ونیسئ.

    کله چې په هره پاڼه کې ټول موضوعات مو ولوستل، نو په لاندې برخه کې په کوچنی غشې باندې کلېک وکړئ؛ ترڅو بلې پاڼې ته لاړ شئ.  لاندې ګراف به په کورس کې ستاسو پرمختګ وښيي. کله چې کورس مو بشپړ کړئ، نو تاسې ته د خپل سند د ډانلوډولو آپشن دروښودل شي.

    د زډه‌کړي موخي

    د دې کورس په پای کې به ګډونوال وکولی شي:

    • په انسانانو کې رواني صدمه، د هغې عام لاملونه او نښې درک او تشرېح کړي؛
    • په هغو عملي ستراتيژيو او لارو چارو پوه شي چې له دوی سره د رواني صدمې د مديريت په برخه کې مرسته کولای شي او يا يې پر مټ د کورنۍ له رواني صدمه لرونکو غړيو او ملګرو سره مرسته وکولای شي؛

    ارزونه

     تاسو اړتیا لرئ چې یوه ازموینه او تمرینونه بشپړ کړئ. په دې کورس کې د بریا لپاره لږ تر لږه ۶۰٪ نومرو ته اړتیا ده. تاسو کولای شئ درې ځلې د تمرین هڅه وکړئ. هغه چا ته به د بشپړېدو سند ورکړل شي چې د بریا نومرې يې ترلاسه کړې وي.


    سیستم ته دننه کیدل

  • د رواني صدمې پېژندنه

    شتون نلري تر هغه چې: فعالیت د نوملیکنې فورمه: د رواني صدمې لومړنۍ پېژندنه په بشپړ دول درجه بندي شي.
  • فیډبیک

  • د کورس تصدیق (سرټیفیکټ)