اصلی منځپانګې ته تښل

د موضوع اوټلاین

  • د انټرنټ خوندي کارونه!

    سریزه

    دا کورس د انټرنټ خوندي کارونې لپاره د اسټرالیا کمیشنري د منځپانګې (Australia’s eSafety Commissioner website ) پر بنسټ جوړ شوی دی. چې ویبپاڼې یې دا دی.  https://www.esafety.gov.au

    دغه ویبپاڼه د ډېرو معلوماتو او مختلفو فعالیتونه څخه بډایه او د ښوونکو، والدینو، مېرمنو، ځوانانو او مشرانو لپاره نورې او اضافي سرچینې هم لري. د لا زیاتو معلوماتو لپاره د دوی ویبپاڼې ته سر ورښکاره کړئ.

     

    د زده کړې موخې:

    د کورس په پای کې تاسو کولای شئ چې:

    • د خپلو وسایلو( ټلیفونونو، ټابلیټونو، لپټاپونو، کمپوټرونو او نورو الکترونیکي وسایلو) د امنیت لپاره  د خوندیتوب تدابیر ونیسئ.
    • د شبکو او اڼترنېټ سره د ټینګیدو/وصلیدو په وخت کې د خوندیتوب او امنیتي اقدامات وکړئ.
    • د شخصي معلوماتو د افشا کېدو خطرونه په ګوته کړئ.
    • د خپل ځان د پېژندنې وړ شخصي معلوماتو خوندي کولو لپاره مختلفې طریقې پلي کړئ.
    • د برېښنالیک هغه هکر وپېژنئ چې د phishing په بڼه د ایمیل له لارې راځي.
    • د یو جعلي بريښنالیک  نښې نښانې وپېژنئ.
    • د اطلاعاتو ارزونې لپاره ځینې معیارونو څخه ګټه واخلئ چې آنلاین جعلي یا ګمراه کونکي معلومات درپېژني.
    • د خپل ځان امنیت ساتلو لپاره له نورو سره د آنلاین خبرواترو په وخت کې د خوندیتوب احتیاطي تدابیر ونیسئ.
    • د آنلاین ناوړه ګټه اخیستو ډولونه په ګوته کړئ.
    • د آنلاین خوندیتوب پلان رامنځته کړئ.


    ګرانو ګډونوالو:

    دا کورس د لویانو لپاره ډیزان شوی چې  خپل ډېر وخت په آنلاین بڼه تېروي او له مختلفو ډیوایسونو یا وسایلو څخه ګټه اخلي اوهمدارنګه دا کورس د هغه چا لپاره دی چې غواړي د آنلاین امنیتي مسایلو او اړین خوندیتوب اقداماتو په اړه زده کړه وکړي او د خپل ځان د خوندیتوب لپاره مختلف وسایل او ستراټیژۍ وپېژني؛ په ځانګړې توګه ښځې او نجونې چې آنلاین زیان منونکي دي. د همدې لپاره موږ هغه برخې شاملې کړې دي چې په عامو موضوعاتو باندې تمرکز کوي او دوی ورسره مخ دي.

    درنو ښوونکو: دا کورس تاسو ته د خپلو زده کوونکو ملاتړ لپاره د آنلاین خوندي زده کړې اساسات درزده کوي.

    In partnership with the Government of Canada