اصلی منځپانګې ته تښل

د موضوع اوټلاین

  • Change site language to:
    English  Farsi  Pashto
  • د ټولشموله زده کړې د تګلارې په پراختیا کې د ښوونځيو مسوولینو رول: سرچینې او د عمل لارښود

    د ښوونځي د رهبرۍ لپاره د مسلکي زده کړې سرچینې تاسو ته د افغان مېرمنو لپاره د کاناډايي مېرمنو لخوا د زده کړې د نړیوال مشارکت - د پوهې او معلوماتو د تبادلې (GPE KIX) پروژې سره په ملګرتیا تاسې ته وړاندې کېږي: د ښوونځي رهبري د مساواتو او شمولیت پر لور پروژه.

    د موضوعاتو لړليک

    1. ښه راغلاست!
    2. ولې پر ټولشموله تمرکز وکړو؟
    3. له دې کورس څخه زه څه تمه درلودلای شم؟
    4. د زده کړې موخې
    5. د کورس پلېټ فارم
    6. لاسرسی
    7. ستاسې د زده کړې ژورنال يا د يادښت کتابچه
    8. د کورس په لړ کې کار
    9. ګډ کار
    10. ارزونه، مسؤوليتونه او تمې
    11. آسانتیاوې

    1. ښه راغلاست!

    يو وړوکی ماشوم چې کتاب يې په لاس کې دی، په ټولګي کې له يوې نجلۍ سره په خوا کې ناست دی چې ټیکری يې پرسر دی.

    په ښوونځیو کې د برابرۍ او شمولیت د ښه کولو لپاره دې پرانيستي کورس ته ښه راغلاست. دا کورس اته برخې لري. دا کورس سرچینې او د عمل لارښود وړاندې کوي؛ څو د افغان ښوونځیو مشران يې پرمټ د ټول شموله زده کړې طرزالعملونو ته وده ورکړي. هره برخه باید د بشپړولو لپاره له ۴ څخه تر۵ ساعتونو پورې وخت ونیسي، چې له دوو اوونیو څخه زیاته موده به نه نيسي. دا کورس یوه سرچینه ده؛ څو له تاسو او د ټولنې د سمون له شبکې او د ښوونځي له مشرانو سره مرسته وکړي؛ ترڅو په ښوونځیو کې د ټولشموليت اړوند مسائلو د موندنې او څارنې لپاره ګډ کار وکړي.

    دا کورس د «مختلطې زده کړې» په بڼه وړاندې کېږي، په دې معنی چې دا به آنلاین او د ښوونځي د نورو مشرانو لخوا د اسانتیاوو په ترڅ کې ترسره شي. دا کورس به تاسو د نورو افغان ښوونځیو له هغو مشرانو سره نښلوي چې په خپلو ښوونځیو کې ورته او د ټولشمولې بېلابېل مسائل حل کوي. تاسو به په ګډه د ټولشموليت ننګونې وڅیړئ، د حل لارې به ورته ومومئ او په خپل ښوونځي کې به د ټولشموليت لپاره اقدام وکړئ.

    دا کورس تاسو ته د یو لړ مرحلو له لارې لارښوونه کوي. دا د کار د دوامدار پرمختګ میتودولوژي پراساس جوړ شوی دی چې پلان يې کړه، ترسره يې کړه، څېړنه وکړه، عمل وکړه، (PDSA) دوران په نوم یادېږي، کوم چې ستاسو ښوونځیو په عمل کې د کوچنيو بدلونونو پلان کول، ترسره کول، مطالعه کول او عمل کول رانغاړي. ستاسو په ښوونځيو کې د شمولیت ښه کولو لپاره په کوچنیو بدلونونو باندې ټینګار په کار دی. په داسې حال کې چې د کورس اخیستلو په وخت کې به تاسو د PDSA له دوران او ستاسو په ښوونځي کې د ټولشموليت د ننګونو له موندلو سره ډېر آشنا شي.

    دا کورس د لاندې کسانو لپاره دی:
    • سرښوونکي
    • د سرښوونکو مرستيالان
    • د ښوونځي رهبري
    • د ښوونځي مديران
    • د ښوونځي شورا يا هم د ښوونځيو د مديريت کمېټې غړي
    • د اړوندې همکارې ادارې لکه مؤسسې کارکاوونکي چې د ښوونځيو له رهبرۍ سره کار کوي.

    دا کورس د افغان مېرمنو لپاره د کاناډايي مېرمنو لخوا د نورو شریکانو په همکارۍ د GPE-KIX پروژې د یوې برخې په اډانه کې جوړ شوی دی: د ښوونځي رهبري د برابرۍ او شمولیت پر لور. دا پروژه په افغانستان، نیپال او پاکستان کې له نړیوالو ښوونکو سره په ګډه کار کوي. د پروژې په اړه نور معلومات دلته ترلاسه کړئ. https://www.gpekix.org/project/school-leaders-agents-change-towards-equity-and-inclusion

    2. ولې پر ټولشموليت تمرکز کوو؟

    موږ ټول په دې پوهیږو چې په ټوله نړۍ کې ډیری داسې زده کوونکي شته چې په بشپړ ډول په باکيفيته زده کړه کې برخه نه اخلي. په دغو زده کوونکو کې نجونې، معلولیت لرونکي ماشومان، بې ځایه شوي ماشومان، د ځانګړو قومونو ماشومان، د لیرې پرتو سیمو ماشومان، د جګړې له کبله بې ځایه شوي ماشومان او په خورا بې وزلۍ کې ژوند کوونکي ماشومان شامل دي.

    د دې مسلې حل کول زموږ ټولو لپاره چې په تعلیم کې ښکیل دي، یو عاجل لومړیتوب دی. ډیری حکومتونه د ښوونځي د ټولشموليت په اړه هراړخیزې پالیسۍ لري. مګر یوازې پالیسي د زده کړې په برخه کې د برابرۍ ترلاسه کولو لپاره کافي نه ده. په سيمه کې اقدام ته هم اړتیا ده. د ښوونځي رهبري لکه تاسې کولای شئ دلته مهم رول ولوبوئ. که تاسو د یوې ټولنې په توګه ګډ کار کوئ؛ نو تاسو لا ډېر اغیزمن تمامېدای شي.

    د پېژندنې په دې لنډه برخه کې به تاسې دا لاندې موارد زده کړئ:
    • دا کورس د څه په اړه دی؟
    • د کورس د زده کړې لاسته راوړنې
    • د کورس پرليکه پلېټ فارم څنګه وکاروئ؟
    • د زده کړې د ژورنال او يا د يادښت کتابچې د لرلو موخه
    • دا کورس څنګه مخته ځي؟
    • دا کورس څنګه د ټولو ګډونوالو لپاره د لاسرسي وړ دی؟

    3. له دې کورسه زه څه تمه لرلای شم؟

    دا کورس د ښوونځي د رهبرۍ لپاره یوه سرچینه ده. دا د ټولشموليت د ودې لپاره د ښوونځي د طرزالعملونو د ښه کولو په برخه کې نوښتګر چلند ته اړتیا لري. دا تاسو ته ټکي په ټکي لارښوونې نه کوي چې تاسو باید څه ښه کړئ او څنګه، بلکه دا کورس له تاسو سره مرسته کوي چې خپل مهارتونه او باور ته وده ورکړئ؛ ترڅو خپل پلانونه رامینځته کړئ او د زده کوونکو، ښوونکو او مدیریت لپاره د چلند بدلون رهبري کړئ. د چلند دا بدلون ستاسو د ټولو زده کوونکو لپاره د ښوونځي په جامع او ټولشموله کولو باندې تمرکز کوي.

    د دې کورس موخه دا ده چې:
    • د ښوونځي مشران په ښوونځیو کې د ټولشموليت او ټولشموله کړنو په اړه له یو لړ نظریاتو سره آشنا کړي.
    • د ښوونځي مشرانو ته لارښوونه وکړي چې څنګه د دوی په شرایطو کې د ټولشموليت مسائل تحلیل کړي.
    • د ښوونځي د مشرانو د شبکې پرمټ پرمختللې ټولنې (NICs) ته وده ورکړي.
    • د ښوونځي له مشرانو سره د ګډ کار په برخه کې مرسته وکړي؛ ترڅو د کوچنیو کچو هغه بدلونونه وآزمايي کوم چې د دوی په ښوونځیو کې ټول¬شموله کړنې ښې کوي.
    • د دې په اړه لید او ذهنیتونه بدل کړي چې څنګه د ښوونځي مشران کولای شي د ښوونځي د ټول¬شموليت لپاره ګډ کار وکړي.

    4. د زده کړې موخې

    له دې کورس څخه وروسته به تاسې د لاندې کارونو د ترسره کولو وړتياوې ولرئ:
    • په خپلو ښوونځیو کې د ټول¬شموليت یو لړ مسائل په ګوته کړئ، همکارانو او د خپل ښوونځي پراخې ټولنې ته يې تشرېح کړئ چې دا موضوعات څنګه د زده کوونکو په زده کړه اغیزه کوي.
    • پخپل شرایطو کې د ټول¬شموليت لپاره اړونده پالیسي تشرېح کړئ.
    • ستاسو په ښوونځي کې د ټول¬شموليت اړوند معلومات راټول، تحلیل او کارولای شئ.
    • د ټول¬شموليت او برابرۍ لپاره د لارښوونې او ملاتړ سرچینې (سيمه یيزې او ملي) په ګوته کړئ.
    •  پخپل ښوونځي کې د ټول¬شمولیت د ودې لپاره نوې کړنې او ستراتیژۍ معرفي کړئ.
    • د دې کړنو د ګټورتیا ارزونه وکړئ او وارزوئ چې کړنې ته دوام ورکړئ که کړنه بدله کړئ.
    • د ډیجیټل ټیکنالوژۍ څخه کار واخلئ؛ ترڅو له ملګرو سره اړیکه ونیسئ، سرچینې ومومئ او له ملګرو سره تمرینونه او ستراتیژۍ شریکې کړئ.
    د زده کړې لاسته راوړنو او برخو ته لنډه کتنه:

    د برخې شمېره او سرليک

    د زده کړې لاسته راوړنې

    پېژندنه

    د کورس په موخو پوهېدل او په دې کورس کې له ګډون څخه تمې.

    لومړۍ برخه – په زده کړه کې د ټول­شموليت پراختيا او پرې پوهېدنه

     

      د خپل ښوونځیو په شرایطو کې د «ټول­شموله زده کړې» معنی باندې پوه شئ.

    پوه شئ چې د ښوونځي چاپېريال د کوچنیو بدلونونو له لارې ښه کیدای شي.

    د موجوده سرچینو پرمټ ستاسو په شرایطو کې د ټول­شموليت د ننګونو ځانګړي ډولونه په ګوته کړئ.

    دويمه برخه – د اطلاعاتو پر مټ د ټول­شموليت ښودنه

     

    تشرېح کړئ چې ستاسو په ښوونځي کې د ټول­شموليت د بدلونونو پلان په موخه مختلف اطلاعات څنګه کارول کیدای شي.

    ستاسو په ښوونځي او ټولنه کې د زده کوونکو د پروفایل او زده کړې په اړه د نورو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د معلوماتو سرچینې ومومئ.

    درېيمه برخه – په ښوونځيو کې د ټول­شموليت تمرينونه

     

    تشرېح کړئ چې له يوه ټول­شموله چاپېريال لرونکي ښوونځي څخه څه تمه لرلای شئ.

    ستاسو په ښوونځي کې د زده کوونکو د شمولیت په اړه لیدنې ترسره کړئ.

    ستاسو له ښوونځي څخه د ټول­شموليت په اړه راټول شوي معلومات تحلیل کړئ او په معنی دار ډول یې وړاندې کړئ.

    څلورمه برخه – په ښوونځي کې مو بدلون رامنځته کول: پلان جوړ کړئ – پلی يې کړی – مطالعه او څېړنه وکړئ – عمل وکړئ؛ بهیر ته کتنه

     

    ستاسو په ښوونځي یا پراخه ټولنه کې په ټول­شموليت پورې اړوند لږ تر لږه یوه کوچنۍ ستونزه په ګوته کړئ.

    د یوې کوچنۍ ستونزې د اصلي لاملونو او اغیزو د موندلو لپاره د ستونزې د ونې تحلیل ترسره کړئ.

    د PDSA له بهیر څخه کار اخیستل پیل کړئ؛ ترڅو ستاسو په ښوونځي کې په ټولشموليت پورې اړوند پرمختګونه پلان کړئ.

    پنځمه برخه – پلي کول/عمل

     

     

    د هغه کوچني بدلون په کارولو سره د PDSA بهیر په پلي کولو وتوانېږئ چې تاسو په ۴ برخه کې پلان کړی و.

    د هغه بدلون د اغیزو په اړه معلومات راټول کړئ چې تاسو ترسره کړی دی.

    هغه ننګونې منعکسې کړئ چې تاسو يې د بدلون په پلي کولو کې تجربه کوئ او د پرمختګ په ټولنه کې یې له خپلو ملګرو سره شريکې کړئ.

    شپږمه برخه – مطالعه/څېړنه وکړئ او ترسره يې کړئ

     

     د مداخلې یا «عمل» په اړه راټول شوي معلومات تحلیل باندې پوه شئ.

    د تحلیل مهارتونه په پام کې ونيسئ؛ ترڅو پریکړه وکړئ چې ایا عمل ته دوام ورکړئ یا يې ودروئ او بلې تجربې هڅه وکړئ.

    زده کړئ چې د نورو ملګرو کوچنۍ ستونزې، حل يې او د دوی د بدلونونو اغیزې څنګه مطالعه کړئ.

    اوومه برخه – د PDSA نوی دوران

     

    د ټول­شمولیت د کوچنیو ننګونو په ځواب کې په ډاډه توګه د PDSA بهیر د پلي کولو توان ولرئ.

    ستاسو په ښوونځي او ټولنه کې د ټول­شموليت د ځانګړو ننګونو د حل کولو د څرنګوالي په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.

    اتمه برخه – انعکاس او ځان ارزونه

     

    هغه فعالیتونه وپېژنئ او تشرېح يې کړئ چې ستاسو ښوونځي د ټول­شمولیت د ودې لپاره ترسره کړي دي.

    ستاسو په ښوونځي کې د ټول­شموليت په مسائلو پورې اړوندو نورو بدلونونو او کړنو ته د وده ورکولو توان لري.

    د دې وړتیا ولرئ چې د ټول­شموليت لومړنی نظرونه د PDSA بهیر له بشپړولو وروسته ستاسو له پوهې سره پرتله کړي.

    د دې وړتیا ولرئ چې پخپلو مهارتونو، چلند او باور کې بدلونونه منعکس کړئ، هغه چې د PDSA بهیر د پلي کولو پرمهال پېښ شوي دي.

    5. د کورس پلېټ فارم/بڼه

    Activity

    د پلیټ فارم له لارې د کورس لټون ۱۰ دقیقې وخت نیسي، چې د سرچينو لټون هم پکې شامل دی.
    د صوتي سرچینې وګورئ؛ ترڅو ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو یې لیدلی او اوریدلی شئ.
    د سرچینو له برخې څخه PDF پرانيزئ.
    څو لېنکونه پرانيزئ؛ څو ډاډ ترلاسه کړئ چې لاسرسی ورته لرئ.

    د کورس هره برخه يو شمېر پرليکه او فزیکي فعاليتونه لري.

    په پرليکه يا انلاين توګه به دا فعاليتونه ترسره کېږي:
    • د کورس په فورم کې خپل نظريات خپرول.
    • د کورس په فورم کې د ښوونځي د نورو مشرانو پوسټونو ته ځواب ویل
    • د کورس منځپانګه لوستل
    • فعالیتونه ترسره کول
    • د سرچینو لوستل
    • د نورو ښوونځیو له مشرانو سره آنلاین ناستې؛ دا به د تسهیل کوونکي لخوا تنظیم شي.

    ځينې لاندې فعاليتونه به آفلاين ترسره کېږي:
    • د خپل ښوونځي د مدیریت کمیټې سره لیدنه
    • د خپل ښوونځي ښوونکو سره لیدنه
    • د ښوونځي د پالیسۍ اسناد چیک کول
    • د ټولګیو څارنه او نوټ اخیستل
    • پخپل ژورنال/يادښت کتابچه کې منعکس کول
    • د ستونزو د حل لپاره د ښوونځي له نورو مشرانو سره اړیکه ونیسئ (د ټلیفون زنګ یا متن، یا په شخصي توګه)

    د هرې فرعي برخې او فعاليت لپاره به تاسې بېلابېلې نښې يا علامې ووينی. له دې نښو څخه به تاسې پوه شی چې له تاسې تمه څه ده.


    نښه/علامه

    نښه/علامه معنا

    فعاليت

    فعاليت

    د زده کړې ژورنال/يادښت کتابچه

    د زده کړې ژورنال/يادښت کتابچه

    پوسټ/نظر

    لید/نظر

    لوستنه

    لوستنه

    ښوونځی

    ښوونځی

    ښوونځی

    ټولنه/د خلکو یوه ډوله

    د وروستۍ ارزونې لپاره اړين دی

    د وروستۍ ارزونې لپاره اړين دی


    6. لاسرسی

    • تاسې کولای شئ د کورس پاڼې ډاونلوډ او چاپ کړئ.
    • ټول غږيز- لیدنيز توکي به یو ټرانسکرېب، فرعي سرلیکونه یا سرلیکونه ولري.
    • ډیاګرامونه او عکسونه چې د زده کړې پایلو لپاره مهم دي، بايد د متن توضیحات ولري.
    • مهرباني وکړئ خپل تسهیل کوونکي ته ووایاست که تاسو د لاسرسي اړتیاوې لرئ (د چاپ شوي متن لیدلو، پوهیدو یا لوستلو کې ننګونې، د ټیکنالوژۍ کارولو کې مرسته، کیبورډ کارول، ټایپ کول، او نور).
    • استوګنځایونه شتون لري او ستاسو تسهیل کوونکی به له تاسې سره د لاسرسي لپاره د حل موندنې په برخه کې مرسته وکړي.

    7. ستاسې د زده کړې ژورنال/د يادښت کتابچه

    ستاسو د زده کړې ژورنال يا کتابچه یوه شخصي سرچینه ده چې تاسو به یې د دې کورس د اخيستلو پرمهال رامینځته کړئ. تاسو به دا ژورنال د ځانګړو فعالیتونو او زده کړې یا مشاهدو پر وخت د خپلو افکارو ثبتولو لپاره وکاروئ. تاسې کولای شئ په ژورنال کې هر وخت چې وغواړئ  نور نوټونه او لیدنې هم اضافه کړئ.

    د زده کړې ژورنال ممکن د يادښت يوه کتابچه وي، ستاسو په ټليفون یا ټبلیټ کې یو سند، یا یو صوتي فایل وي. تاسو باید هغه بڼه غوره کړئ چې تاسو به یې د خپلې زده کړې د ژورنال په توګه وکاروئ او د کورس په اوږدو کې به یې وکاروئ.

    د کورس په پای کې به له تاسو څخه وغوښتل شي چې د زده کړې ژورنال بیرته وګوری؛ ترڅو بیاکتنه ورته وکړئ او پوه شئ چې تاسو له دې کورس څخه څه زده کړل او ستاسو نظرونه، مهارتونه او چلند څنګه بدل شوي دي.

    تاسو کولای شئ د خپلې زده کړې په ژورنال کې هره ژبه وکاروئ. که تاسو غواړی؛ نو عکسونه یا انځورونه هم پکې شامل کړئ. ستاسو د زده کړې ژورنال یوازې ستاسو لپاره دی. هیڅوک به يې نه ويني چې تاسو څه ليکی، رسم باسئ او يا يې په غږيزه توګه ثبتوئ. مګر دا چې تاسۍ يې له نورو سره د شريکولو پریکړه وکړئ.

    پریکړه وکړئ چې تاسو به د خپلې زده کړې د ژورنال لپاره کوم شکل/بڼه وکاروئ. که تاسو دا په بریښنایي ډول جوړوئ؛ نو په ياد ولرئ چې درج شوي معلومات مو هرځل ثبت او خوندي کړئ.

    د زده کړې ژورنال/يادښت کتابچه

    اوس په ۱۰ دقيقو کې په خپل ژورنال کې لومړی يادښت ثبت کړئ.
    د يادښت نېټه وليکئ او سرليک يې (زما خپلې موخې) وټاکئ.
    اوس هڅه وکړئ دا پوښتنې ځواب کړئ:

    • ستاسې په رول کې، تاسې له دې کورس څخه د څه شي د ترلاسه کولو تمه لرئ؟
    • تاسو د ښوونځي له نورو مشرانو سره د خپلې مطالعې او همکارۍ په اړه څه ته سترګې په لاره یاست؟

    8. د کورس د اخيستلو په لړ کې

    فعاليت

    دا کورس د دې لپاره ډیزاین شوی چې د ښوونځي له نورو مشرانو یا سرښوونکو سره يوځای يې په يوه کوچنۍ ډله کې ترلاسه کړئ. دا یو عملي کورس دی. د کورس له اتو برخو څخه په هره یوه کې لوستل، فعالیتونه، او انعکاس شامل دي. ستاسو لپاره د کورس اړوند ټولنه کې د ښوونځي له نورو مشرانو سره د خبرو اترو فرصتونه هم شتون لري.

    په هره برخه کې یو شمیر فعالیتونه شتون لري. له دې فعالیتونو څخه به ځینې تاسو پخپله شاید ستاسو په ښوونځي کې ترسره کوئ. دا کورس په هر هغه وخت او ځای کې بشپړ کیدای شي چې ستاسو ممکن وي. د دې فعالیتونو ځینې له تاسو څخه غوښتنه کوي چې تاسې د خپلې زده کړې په ژورنال کې خپله مشاهده یا انعکاس درج کړئ.

    نور فعالیتونه د کورس په ټولنه (NIC) کې ستاسو له ملګرو سره په ګډه د ترسره کولو لپاره ډیزاین شوي دي. دا ممکن د همکارۍ پلیټ فارم په کارولو سره په محلي مرکز یا آنلاین بڼه په انفرادي توګه د ناستې پرمهال ترسره شي. ستاسو تسهیل کوونکی به له تاسو سره مشوره وکړي او پلان به يې کړي چې ستاسو او ستاسو د ښوونځي د ملګرو مشرانو لپاره کومه بڼه ښه کار کوي.

    تاسو باید په کورس کې د ټولو فعالیتونو د ترسره کولو هڅه وکړئ. که تاسو له ستونزې سره مخ ياست؛ نو کولای شئ په خپله ټولنه کې د ښوونځي له نورو مشرانو یا ستاسو له تسهیل کوونکي څخه پوښتنه وکړئ.

    هره برخه د تسهيلوونکو لپاره سرچينې او یادښتونه هم وړاندې کوي.

    9. ګډ کار

    په هره برخه کې به له تاسو څخه وغوښتل شي چې خپل نظرونه یا تجربې د ښوونځي له نورو مشرانو سره شریکې کړئ او د هغه څه په اړه تبصره وکړئ چې دوی يې شريکوي. تاسو به یو له بل سره مرسته وکړئ چې ستاسو په ښوونځي کې په ټول-شموليت پورې اړوندې کوچنۍ ستونزې حل کړي. دا همکاري به د آنلاین پلیټ فارم له لارې وي.

    اوس آنلاين پلېټ فارم ته ولاړ شئ. وګورئ چې تاسې لاسرسی ورته لرئ که نه.

    د لاندينيو معلوماتو لرونکی پوست/لید خپور کړئ:
    • ستاسې نوم
    • ستاسې دنده او د ښوونځي بڼه چې کار پکې کوئ.
    • تاسې په دې ښوونځي کې څومره وخت دنده ترسره کړې؟
    • ستاسې په ښوونځي کې د ټول¬شموليت پروړاندې اساسي ننګونې کومې دي؟

    همدارنګه د بل ښوونځي د مشر پر پوست يو نظر هم خپور کړئ. ورته وليکئ چې د دوی د پوست اړوند مو څه خوښ شول او يا پوښتنه ترې وکړئ.

    محرميت:

    دا ډیره مهمه ده چې تاسې د ملګرو ترمنځ محرمیت تعریف کړئ. تاسو به د حساسو مسلو په اړه غږیږئ، پشمول د ښوونځي د مشر په توګه ستاسو پروړاندې ننګونې او هغه ننګونې چې تاسو د کوچنیو خو پیچلو ستونزو د حل کولو لپاره ورسره مخامخ یاست. دا اړینه ده تاسو هغه معلومات شریک نه کړی چې تاسو يې د نورو ښوونځيو له مشرانو او د دوی ښوونځي د کورس/پروژې له فورم څخه بهر زده کوئ. تاسو کولای شئ په فعالیتونو کې ځانګړي زده کوونکي او قضیې ته هم مراجعه وکړئ. دا خورا مهمه ده چې تاسو د زده کوونکو په اړه د هغو معلوماتو له شاملولو څخه ډډه وکړئ چې د دوی هویت پکې څرګندېږي او زيان ورته رسېږي.

    10. ارزونه، مسؤوليتونه او تمې

    دا کورس نومرې نه لري؛ نو تاسو به يې د بشپړولو پرمهال د هغه فعالیتونو په اړه کومه درجه یا نومرې او نښې ترلاسه نه کړئ. د کورس ټول لوستل او فعالیتونه د کورس په اوږدو کې ستاسو د زده کړې لپاره مهم دي. دا سپارښتنه کېږي چې تاسو فعالیتونه په هغه ترتیب سره ترسره کړئ چې څنګه وړاندې شوي؛ ترڅو د ښه کولو پروسې پرمهال ښه زده کړه ترسره شي.

    ځينې فعاليتونه په ستوري سره په نښه شوي دي: د وروستۍ ارزونې لپاره اړين دی

    کله چې تاسو دا فعالیتونه پای ته ورسوئ، ستاسو د کورس تسهیل کوونکي به په غونډو یا د کورس په فعاليتونو کې ستاسې د شراکت پر اساس تائيد کړي چې تاسو کورس بشپړ کړ.

    د ارزونې فعاليتونه:

    ۱.۳ د ټولنې د پرمختللې شبکې په پراختيا پوهېدنه

    ۱.۴ ډېر څه د ټول­شموليت او معلوليت په اړه

    ۱.۵ د ټول­شمولیت ونه رسم کړئ.

    ۲.۳ د ټول­شموليت نظارت او څارنه

    ۲.۴ د شبکې له لارې له پرمختللې ټولنې سره د ټول­شموليت د څارنې د موندنو شريکول

    ۳.۲ د ښوونځي شاوخوا د مشاهدې ترسره کول: په تدريس او زده کړه کې ټول­شموليت

    ۳.۳ ما د ټول­شموليت له مشاهدې څخه څه زده کړل؟ د شخضي انعکاس او نظر شريکولو فعاليت

    ۳.۴ پر زده کړه د اوسني سيستم د لاملونو/تجربو د اغېز تحليل

    ۴.۲ انعکاس او د شبکې له لارې له پرمختللې ټولنې سره شريکول

    ۴.۳ د PDSA د ايجاد لپاره ګډ کار

    ۴.۶ د فيډبېک/نظر ورکولو پروسه

    ۵.۳ (پوست کول)

    ۶.۱ د بدلون له پلي کولو د اطلاعاتو تر تحليل پورې – مطالعه/څېړنه (ژورنال او پوست)

    ۶.۲ خپل اطلاعات وړاندې کړئ او د کړنې/عمل د ګام په اړه پرېکړه وکړئ.

    ۶.۳ ستاسو د PDSA بهیر په اړه فکر کول (د کورس په فورم کې، د دې دوران د «عمل» مرحلې لپاره د خپلې پریکړې په اړه ولیکئ او ځینې مهم حقایق لیست کړئ چې له تاسو سره یې د دې پریکړې په نيولو کې مرسته کوي.)

    ۷.۵ د خپلې موخې ټاکل او ترسيم

    ۷.۶ بيا يې ترسره کړئ: پلان يې کړئ او د PDSA بهیر مو بيا پلی کړئ.

    ۷.۷ هغه څه مو چې زده کړي، له نورو سره يې شريک کړئ.

    ۸.۱ د PDSA اړوند ځان ارزونه

    ۸.۳ ستاسې د کار ستاينه او شريکول

    ۸.۴ د ښوونځي د عملياتي اسنادو بياکتنه

    ۸.۵ د مهارتونو او پوهې اوند ځان ارزونه

    ۸.۶ ګروپي فعاليت: د ارزونې شريکول او بحث


    11. لارښود

    دا کورس داسې جوړ شوی چې «ښوونکی» ته اړتیا نه لري؛ خو ممکن یولارښود وي چې تاسې ته د زده کړې د لارښود اړوند مرسته وکړي. هره برخه د لارښود لپاره لنډ یادښتونه لري.

    لارښود/تسهیل کوونکي به:
    • د کورس له لارې د کار کولو او دندې بشپړولو لپاره د ګروپ لارښود او ملاتړ؛
    • هرڅوک وهڅوي چې ونډه او په بحثونو کې برخه واخلي؛
    • د ګروپ تمرکز وساتي او مخ پر وړاندې يې روان کړي.

    د (تسهيل) تعريف (د کارونو آسانه کول) دي. دا له پروسې سره هم¬مهاله د يوې ډلې خلکو حرکت دی.

    کورس د مرستې ځانګړتیا لري چې تاسو کولی شئ په هر وخت کې له خپل لارښود څخه د مرستې غوښتنه وکړئ. دوی به ستاسو پوښتنو ته ژر تر ژره ځواب درکړي.

    د زده کړې ژورنال/يادښت کتابچه

    ستاسو د زده کړې په ژورنال کې دې پوښتنو ته خپل لومړني ځوابونه د مطالعې لپاره نوټ کړئ. تاسو به د خپلو نظرونو په اړه په خپل ګروپ (NIC) کې د ښوونځي له نورو مشرانو سره بحث وکړی:

    • څنګه غواړی چې د نورو ښوونځیو له مشرانو سره په یوه کوچنۍ ډله کې همکاري وکړئ - کله، چېرته، او څو ځله؟ (د دې په اړه فکر وکړئ چې چېرته او کله تاسو انټرنیټ ته لاسرسی لري)
    • ستاسو لارښود څوک دی؟
    • که تاسو کومه ستونزه لری؛ نو څنګه ورسره اړیکه نیسئ؟
  • لومړۍ برخه: په زده کړه کې د مشارکت په اړه پوهاوي رامنځته کول

    لومړی څپرکي ته ښه راغلاست. په دې څپرکي کې موږ په تعلیم کې د ټولګډونتوب یا مشارکت او په خپلو او نورو ښوونځیو کې د هغې ننګونو په اړه خپله پوهه زیاته کړو. کله چې تاسو په تعلیمی فعالیتونو کې د ټولو زده کونکو شاملولو په اړه فکر کوئ ، د زده کونکو کیسې ، پیښې او داستانونه واورئ او هڅه وکړئ د دې کیسې سره اړیکه ونیسئ.

    وخت: ۴.۵ ساعته

    د فعاليتونو شمېر: څلور

    د زده کړې موخې:

    د دې برخې په پای کې به تاسې:
    • په دې پوه شی چې ستاسې د ښوونځي شرايطو ته په کتلو سره «ډله ییزې زده کړې» څه دي.
    • په دې به پوه شی چې په کمو بدلونونو سره د ښوونځي چاپېرېال سمون موندلای شي.
    • خپلو شرايطو ته په کتلو سره د شته منابعو په مرسته د ټولشموليت د ننګونو مشخصې بڼې په ګوته کړئ.
  • دویمه برخه: د اطلاعاتو ارزونه

    هر اړخیزه پلټنه

    دا برخه په دې اړه ده چې، ولې د معلوماتو راټولول د ټول شموله تعلیم د خنډونو/ننګوونو د ښه پېژندلو لپاره زموږ سره د مرستې یوه مهمه وسیله ده. ولې د معلوماتو راټولول د ټول شموله تعلیم د ننګوونو د ښه پوهېدلو لپاره د مرستې یوه مهمه وسیله ده چې له زموږ سره مرسته کوي ترڅو په تعلیمی ننګونو په سمه توګه و پوهیږو. دا یوه ډېره فعاله برخه ده، په دې برخه کې به تاسي وکولای شئ چې د ځان او خپل ښوونځي اړوند معلومات وګورئ. دا مو ښايي لومړی ځل وي چې دغه ډول کار سرته رسوئ، یا دا چې تاسو ښايي په منظمه توګه دا ډول معلومات راټول کړي وي. موږ هیله لرو چې ستاسو د معلوماتو دا ژوره څېړنه به ستاسي د مشرتوب (رهبرۍ) لپاره نوي حقایق او بصیرت را مینځ ته کړي.

    وخت: ۴.۵ ساعته
    د فعاليتونو شمېر: درې

    د زده کړې موخې:

    د دې برخې په پای کې به تاسې:
    • د مختلف ډوله معلوماتو ارزونه او د دوی په سمه توګه کارول ستاسو د ښوونځی پلان کولو کې اغیزمن دی.
    • د معلوماتو سرچینې ومومئ ترڅو ستاسو په ښوونځي او ټولنه کې د زده کونکو پروفایل (د پېږند ګلوئ معلومات) او زده کړې په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.
  • دریمه برخه: په ښوونځیو کې ټول شموله کړنې

    5 فعالیتونه، نږدې 4.5 ساعته

    کله چې تاسو په خپل ښوونځی کې د ټول شموله زده کړې په اړه فکر کوئ ، او همدارنګه دې حقیقت ته پاملرنه وکړئ چې ځینې زده کونکی پکې برخه اخلی یا پریږدی ، نو دا مهمه ده چې پاملرنه وکړئ چې په ټولګی کې څه پیښیږی. په دې برخه کې به تاسو په خپل ښوونځي کې د تدریس او زده کړې کړنې وګورئ. پدې کې ممکن تاسو د ښوونکو په ټولګیو کې مشاهده کول شامل وي. کله چې تاسو دا کار کوئ نو دا به خورا مهم وي چې په ټولګي کې ستاسو د شتون په اړه حساس اوسئ. تاسو د خپلو ښوونکو قضاوت نه کوئ. تاسو هلته د یو کره کتونکي په توګه یاست، هڅه کوئ چې ستاسو په ښوونځي کې د متنوع زده کونکو تجربو په اړه ومومئ

    د زده کړې پایلې

    د دې برخې په پای کې به تاسو وکولی شئ:
    • د ښوونځی شرایط تعریف کړئ چې د زده کړې ټول شموله سیسټم ولري.
    • د ټولو زده کونکو لپاره د زده کړې سرچینو ته د لاسرسی چک کړئ.
    • هغه معلومات وړاندې کړئ چې تاسو په خپل ښوونځی کې د ټول شموله زده کړې په اړه په دقیق ډول راټول کړی دی.
  • څلورمه برخه: په ښوونځیو کې بدلونونه رامنځته کول

    د پلان - عمل - مطالعه - اقدام او د (PDSA Cycle) پېژندنه

    ټول وخت: شاوخوا ۴ ساعته
    د فعاليتونو شمېر: ۵

    د زده کړې موخې:

    د دې برخې په پای کې به تاسې:
    • لږترلږه یو کوچنی ننګونه وپیژنئ چې د ښوونځی یا لوی ټولنې په کچه پورې اړه لري.
    • د یوې کوچنۍ ستونزې د لاملونو او اغېزو پوهېدو لپاره، د ستونزې ريښه تحلیل وکاروئ.
    • ستاسو په ښوونځی کې د ټول شموله زده کړې پرمختګ پلان کولو لپاره د باما سایټ (پلان ، عمل ، مطالعه ، پلی کول) وکاروئ.
    سریزه:

    په څلورمه برخه کې به د ټول ګډون یوه کوچنۍ ستونزه وڅېړئ. یوه وړوکې ستونزه یوه کوچنۍ پروسه یا تمرین دی. تاسو به د وسیلو کارولو تمرین وکړئ چې دا به ستاسو سره په ټول ګډون پورې اړوند کوچنۍ ستونزې د حل او هدف ته د رسېدو په برخه کې مرسته وکړي، او تاسو به په ښوونځی کې د ټول ګډون لپاره لنډ مهاله پلانونه جوړ په لار واچوئ. دا پلانونه، د پلان – تر سره کول - مطالعه – اقدام څرخ(PDSA Cycle)، یا د پرمختګ دورې له لارې ترتیب کېدای شي. د پلان - ترسره کول - مطالعه – اقدام څرخ ستاسو په ښوونځی کې د ښه ټول ګډون لپاره د کوچنیو پلانونو اړوند يوه غوره لار ده.

    پیژندنه:

    په څلورو برخو کې ، تاسو به د ټول شموله زده کړې کوچنۍ ننګونه وپلټئ. تاسو به د کوچنی ننګونې پیژندلو او اداره کولو لپاره وسیلې وکاروئ او په خپل ښوونځی کې د ټول شموله زده کړې لپاره لنډمهاله پلانونه رامینځته کړئ. تاسو کولای شئ د باما دوره وکاروئ (پلان ، عمل ، مطالعه ، اعدام) یا کوم بل غوره میتود.

    د ستونزې ونه به ستاسو سره د کوچنۍ ستونزې د لاملونو او اغېزو په تحلیل کې مرسته وکړي. بیا به د دې کوچنۍ ستونزې په حل کې له پلان – تر سره کول – مطالعې- اقدام څرخ څخه کار واخلئ.

  • پنځمه برخه – کړنه/عمل

     ۳ فعاليتونه: ۴-۵ ساعته
    د زده کړې لاسته راوړنې
    د دې برخې په پای کې به تاسې:
    • تاسې به د هغه کوچني بدلون په کارولو سره د PDSA دوران د پلي کولو وړ واوسئ چې تاسو په ۴ برخه کې پلان کړی و.
    • د هغه بدلون د اغیزو په اړه به معلومات راټول کړئ چې تاسو رامنځته کړئ.
    • هغه ننګونې منعکس کړئ چې تاسو يې د بدلون په پلي کولو کې تجربه کوئ او د پرمختګ لپاره به يې له ملګرو سره شريکې کړئ.

    پېژندنه

    د کورس په دې مرحله کې به تاسو هغه څه ترسره کړی چې تاسو ویلي وو. تاسو به دا کړنه د خپلې پلټنې د معلوماتو او لیدنو پراساس ترسره کوئ او د کوچني بدلون لپاره د پلان جوړولو پراساس به وي. تاسو د دې کار لپاره دوه اوونۍ وخت لرئ.

    دا برخه ځکه لنډه ده چې تاسې به پر دې وخت تېر کړئ؛ او ډاډ ترلاسه کړئ چې پلان مو پلی کېږي. مخکې له دې چې تاسو يې پیل کړئ، دا مهمه ده چې ستاسو له ښوونځي سره اړیکه ونیسئ او وواياست چې ولې تاسو د PDSA دوران ترسره کوئ. پام وکړئ چې چاته یې وايئ: ایا دا یو ښوونکی دی، د ښوونځي د مدیریت کمېټه، که والدین دي؟ مخکې له دې چې تاسو يې پیل کړئ، تاسو به دا هم پلان کړئ چې بدلون کار کوي او څنګه د ښوونکي یا ډلې ملاتړ وکړئ. د خپل پلان د «مطالعې» برخې ته بیاکتنه وکړئ. دا برخه به د دې په اړه ځینې نښې ولري چې تاسې د پلان د «پلي کولو» پرمهال د کومو معلوماتو راټولولو ته اړتیا لري. ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو پوهېږئ کله او څنګه به تاسې معلومات راټول کړئ.

    لومړی فعالیت (۵.۱) دا دی څو اړیکه ونیسئ او خپل کارمندان او یا ټولنې په هغه کوچني بدلون کې شامل کړئ چې تاسو یې د پلي کولو هڅه کوئ. دويم فعالیت (۵.۲) د پلان پلي کول دي. په نهایت کې به تاسو پایلې تحلیل کړئ او پرېکړه به وکړئ چې ایا دوره تکرار کړئ یا یې بدله کړئ (کړنه) (۵.۳).

  • شپږمه برخه: مطالعه او اقدام

    ۴ فعالیتونه: ټول وخت: شاوخوا ۴ ساعته

    په ۶ برخه کې به موږ د پلان-عمل-مطالعه او اقدام (PDSA) دورو څخه د "مطالعې" پر مرحله باندې تمرکز وکړو. د مطالعې مرحله د هغه څه په اړه ده چې موږ د بدلونونو د پلي کولو څخه زده کوو.

    د زده‌کړې پایلې
    د دې برخې په پای کې:
    • تاسې به پوه شئ چې څنګه د عمل او اقدام په اړه راټول شوي معلومات تحلیل کړئ.
    • تاسو به د خپل تحلیل مهارتونه وکاروئ ترڅو پریکړه وکړئ چې ایا دوام ورکړئ ،خپل عمل ودروی او یا د بل څه هڅه وکړئ.
    • تاسې به د خپلو ملګرو د کوچنیو ستونزو د حل په اړه پوه شئ او چې دوی څنګه د دوی د بدلون اغېزې مطالعه کړې.

    شاباس د بدلون په پلي کولو کې- دا ستونزمن دی. دلته موږ ګورو چې ستاسو معلوماتو په اړه یوه لنډه کتنه کوو.

    دلته تاسې د ۲ برخې څخه دې سرچینو ته بیا کتنه وکړئ: ۲.۴ ستاسې د حاضرۍ معلومات او ارزونه یې

  • اوومه برخه – د باما یا(PDSA) نوی دوران

    سریزه:

    په دې برخه کې به تاسې د ټولشموليت د ننګونې په ځواب کې د PDSA بل پړاو ترسره کړئ، یا به تاسو د اصلي ننګونې د حل لپاره متفاوته هڅه وکړئ.

    چې د د باما یا PDSA دوران پروسې څخه مو ډېر کار واخیست نو باید اوس ستاسو لپاره اسانه شوي وي. د ننګونو حل کولو لپاره هڅه وکړئ چې ساده تګلارې غوره کړئ.


    د قضیې مطالعې چې تاسو یې دلته ترسره کوئ تاسو ته هغه نمونې ښیې چې تاسو په لومړیو مرحلو کې د باما یا د PDSA دورې تکرار څخه زده کړل.


    د زده کړې موخې:

    د دې برخې په پای کې به تاسې:
    • تاسو به د باما دورې چلولو لپاره اړین مهارتونه او باور زده کړئ ترڅو د ټول شموله زده کړې کوچنۍ ننګونې حل کړئ.
    • تاسو به د دې په اړه نور معلومات زده کړئ چې څنګه د ټول شموله زده کړې ننګونې په ګوته کړئ چې ستاسو په ښوونځی کې شتون لري.
  • ۸ برخه: انعکاس او ځان ارزونه (۴-۶ ساعته)

    ۴ ساعته اجباري فعالیتونو / ۶ ساعته له اختیاري فعالیتونو سره

    دا چې د کورس کې تر دې ځایه رارسېدلې یاست اوستاسو د ښوونځي د شبکې د پرمختګ ټولنې له مشرانو سره مو مرسته کړې غوره کار مو کړئ! موږ هیله لرو چې هغه فعالیتونه چې تاسو د یوه مشر په توګه تر اوسه ترسره کړي، ستاسو سره د نوي مهارتونو په لاسته راوړلو او همدارنګه ستاسو په ښوونځي کې د ټول کډون د پرمختګ سره مرسته کړې وي.

    په دې برخه کې به، تاسو د ښوونځي د ټولشمولې طریقې ارزونه وکړئ او د ټولشمولې د بدلونونو په اړه به خپل پوهاوي منعکس کړئ. تاسو به د کورس په اوږدو کې د خپلو وړتیاوو او پوهې پراختیا پخپله و ارزوئ او خپل فکرونه او اندونه به ستاسو د ښوونځي د ټولنې او په دغه کورس کې ستاسو د ښوونځي د مشرانو همکارانو سره شریک کړئ.

    کله چې تاسو دغه کورس پیل کړ، موږ وړاندیز وکړ چې د ښه والې لپاره د ټولنې په ډول ستاسو زده کړه او کار کول ستاسو په ښوونځي کې د زده کونکو د ټولشمولیت د ښه کولو لپاره یوه اړینه لار ده. په دې برخه کې تاسو له نورو سره د خپلو لاسته راوړنو د لمانځلو فرصت لرئ، هغه څه چې تاسو زده کړل انعکاس ورکړئ او د یوه اتل په توګه به تاسو په پام کې ونیسئ چې په راتلونکې کې د ټول ګډون لپاره څه کول پکار دي.


    د زده کړې پایلې
    د دې برخې په پای کې:
    • تاسو به وکولای شئ چې پخپل ښوونځي کې د ټول ګډون د ودې لپاره تر سره کړي فعالیتونه وپیژنئ او تشریح کړئ.
    • تاسو به په خپل ښوونځي کې د ټول ګډون پورې اړوند نورو بدلونونو او کړنو ته وده ورکولو لپاره ځان سمبال او چمتو وکړئ.
    • تاسو کولای شئ چې د ټول ګډون په اړه خپل لومړني نظرونه د PDSA دورې له بشپړیدو وروسته له خپلې پوهې سره پرتله کړئ.
    • تاسو به وکولای شئ چې په خپل چلند، باور او مهارتونو کې هغه بدلونونه منعکس کړئ چې د PDSA دورې د پلي کولو پرمهال مو تر سره کړئ.
  • Chat

  • Survey