اصلی منځپانګې ته تښل

د موضوع اوټلاین

  • د زده کوونکو رواني روغتيا ته پاملرنه

    سریزه



    !د رواني روغتیا زده کړې کورس ته چې د ښوونکو لپاره چمتو شوی دی ښه راغلاست

     دا کورس په اصل کې د ښوونکو او تعلیمي څانګو لپاره ډیزاین شوی دی چې په ښوونځيو، ښوونې او روزنې څانګو کې تدریس کوي او یا هم په اداري، مسلکي او د رهبریت په برخو کې کار کوي، لکه: مرستیالان، ارواپوهان، د زده کړې ملاتړ کوونکي او همدارنګه د نورو لپاره چې د خپلې رواني روغتیا زده کړې پراختیا ته لېواله دي. حتې که تاسې ښوونکي نه یاست یا اوس مهال تدریس نه کوئ، دا کورس کولای شي ستاسو د کورنیو له وضعیت سره تړاو ولري او دوی لپاره ګټور وي.


    دا کورس د هغو کسانو لپاره ډیزاین شوی دی، چې غواړي د رواني روغتیا زده کړې په اړه ډېر څه زده کړي.

    ښه راغلاست!

    د رواني روغتیا سواد یا زده کړې (Mental Health Literacy) کورس ته چې د ښوونکو لپاره چمتو شوی دی ښه راغلاست!

     دا کورس په اصل کې د ښوونکو او تعلیمي څانګو لپاره ډیزاین شوی دی: په زده کړیزو څانګو کې  هغو کسانو لپاره چې غواړي ښوونکي شي(کارآموزان)، د ښوونځیو ښوونکو، مدیرانو او نور مسلکي کسانو لپاره لکه: مرستیالان، ارواپوهان، د زده کړې ملاتړ کوونکي او همدارنګه د نورو لپاره چې د خپلې رواني روغتیا زده کړې پراختیا لپاره لېواله دي. حتې که تاسې ښوونکي نه یاست یا اوس مهال تدریس نه کوئ، دا کورس کولای شي ستاسو د کورنیو له وضعیت سره تړاو ولري او دوی ښه کړي.


    دا کورس د هغو کسانو لپاره ډیزاین شوی دی، چې غواړي د رواني روغتیا زده کړې په اړه ډېر څه زده کړي.


    دا کورس چې اووه څپرکي لري (چې له ۸ څخه تر ۱۰ ساعتونو پورې وخت نیسي.) د ښوونې او روزنې او رواني روغتیا متخصصینو لخوا رامینځته شوی چې تاسو ته به د رواني روغتیا سواد اساسات درزده کړي او هم هغه استراتېژیانې او تګلارې به دروښيي چې ستاسو د زده کړې په برخه کې او شخصي ژوند کې موثره تمامېږي.

    هیله لرو چې دغه کورس د دې لامل شي چې ستاسې لېوالتیا د رواني روغتیا سواد په اړه ډېره شي او هم وکولای شي چې په اړه یې ستاسې انتقادي فکر وهڅوي.

    ددغه کورس له زده کړې څخه خوند واخلئ!

    ډاکټر سټین کچر، ډاکټر ییفینګ وی، ډاکټر وینډی کار، ډاکټر سوزان راجر، ډاکټر کریس ګیلهم او انډریو باکسټر.

    یادونه: دا کورس د برټش کولمبیا پوهنتون د ډاکټر وینډی کارر په اجازه  د افغان ښوونکو لپاره د افغان میرمنو لپاره کاناډایی میرمنو بنسټ لخوا تطبیق او پلی شوی دی.

    Adapted with permission from the University of British Columbia.

    In partnership with the Government of Canada.

  • لومړی څپرکی: د رواني روغتیا سواد څه دی؟

    په لومړي څپرکي کې موږ د رواني روغتیا زده کړې اصطلاحي معنې باندې څېړنه کوو او هم د رواني روغتیا د مختلفو اجزاو په اړه د خپل معلوماتو لمن پراخوو،  چې موږ یې د رواني روغتیا د اړخونو (بعدونو) په توګه پېژنو. لومړی څپرکی د نورو لپاره د بنسټ حیثیت لري یعنې که چېرې موږ لومړی څپرکی په بریالیتوب سره پای ته ورسوو نو دا د دې زمینه برابروي، چې د نورو څپرکو بحثونو باندې ښه پوه شو. 


  • دویم څپرکی:


    په لومړي څپرکي کې پر دې باندې پوه شوو، چې د رواني روغتیا له څلورو برخو څخه یو د نا سم باورونو کمښت دی. نو دلته په دویم څپرکي کې د رواني ناروغیو پورې اړوند د ناسمو باورونو مختلف ډولونو باندې ټینګار کوو او دا زده کوو، چې د رواني روغتیا او رواني ناروغیو په اړه د افسانو او حقایقو تر منځ توپیر څه دی. د زده کړې موخې

    په دې څپرکی کې تاسې:

    • د ناسمو باورنو په اړه خپل پوهه لوړه کړئ او دا څنګه د رواني ناروغۍ سره تړاو لري؛

    • د شواهدو پراساس ځینې ستراتیژیو په اړه زده کړه وکړئ چې د ښوونځی چاپیریال کې د ناسمو باورنو او د ټولنې بدو اړخونو کمولو لپاره کارول کېږي.


  • درېیم څپرکی:

    په یاد ولرئ چې زده کونکي کولای شي دغه څپرکی ولولي یا یې واوري او یا هم کولای شي دواړه (هم ولولي او هم واووري) ترسره کړي!


    د انسان د ماغزه پرمختګ

    رواني روغتیا د دماغ د روغتیا په معنې ده او رواني ناروغۍ د دماغ په عادي فعالیت کې د بدلونونو له امله رامنځته کېږي. په درېیم څپرکي کې به موږ  د انسان  د دماغ پراختیا او د هغه د شپږو بنسټیزو دندو په اړه لومړني معلومات زده کړو. دا د عصبي علومو کورس نه دی، خو دا څپرکي د دماغ فعالیتونو په اړه ستاسې معلومات او پوهه زیاتوي، چې ستاسو د فزیکي او رواني روغتیا ترمنځ اړیکو پوهیدو لپاره ګټور دی.


    د زده کړې موخې

    ددې څپرکي بشپړولو سره تاسې:


    • د انسان دماغ پېژنئ او په سلامتۍ او ناروغۍ کې د هغې فعالیت باندې ښه پوهېږي؛
    • د ذهني روغتیا لپاره د سالم مغز اهمیت درک کړئ.

    د مغزو په اړه د معلومات پرته، مه شو کولای چې په سمه توګه د رواني روغتیا یا رواني اختلالاتو تشخیص وکړو. ټول احساسات، ادراک، چلند او ټول هغه څه چې موږ انسانان جوړوي زموږ د مغزو څخه ترلاسه کېږي چې د خورا پیچلی ادارې په توګه پیژندل شوی دی.


    دماغ یو د پام وړ ارګانونو څخه دی چې پیچلي فعالیتونه کنټرولوي چې زموږ د انسانیت تعریف کې مرسته کوي. دماغ هیڅکله په بشپړ ډول تکامل ته نه دی رسېدلی ځکه چې دا زموږ د تجربو له امله په دوامداره توګه وده او بیا رغونه کوي.




  • څلورم څپرکي



    په ځوانانو کې د رواني روغتیا، رواني ناروغیو او اړوندو مسلو پېژندنه

    څلورم څپرکی د دوه برخو څخه جوړ شوی دی:


    • لومړۍ برخه (۴.۱) په ماشومانو کې د رواني ناروغیو او عام رواني ناروغیو په اړه د کلیدي نظرونو عمومي کتنه وړاندې کوي

    • دویمه برخه(۴.۲) په ځانګړي ډول په هغو رواني ناروغیو باندې تمرکز کوي چې معمولا په ځوانانو کې لیدل کېږي.


    د زده کړې موخې:


    له دې څپرکي څخه به تاسې ددې وړتیا ولرئ:

    •  د رواني ناروغیو د تشخیص کولو څرنګوالی په اړه ښه پوهه 

    • د هغو عام رواني ناروغیو په اړه ښه معلومات چې ځوانان باندې اغیز کوي

    • د ځینې ګټورو ټولګیو ستراتیژیو په اړه زده کړه وکړئ چې کولای شي د ناروغو زده کونکو سره مرسته وکړي

  • پنځمه برخه: درملنه


    د رواني ناروغۍ درملنه څه ده او موږ څنګه پوه شو چې کوم میتودونه اغېزمن دي؟

    د هغه ځوان لپاره چې رواني درملنه ترلاسه کوي، د ښوونځي چاپیریال کیدای شي ورته ستونزمن وي.  

    په افغانستان کې رواني روغتیاپالان د ښوونځي زده کوونکو ته چې رواني ستونزې لري ډېر کم اویا هم هېڅ نه شته، خو په پرمختللو ټولنو کې د دوی درملنه د کره اسنادو پر مټ کېږي. 

    هغه ښوونکي چې د رواني اختلالاتو د کره ثبوتونو پر بنسټ په غوره درملنه پوهېږي، د ښوونکو، زده کوونکو او والدینو لپاره لویه مرسته ده او همدارنګه دا پوهه د ښوونکو او د دوی د کورنۍ غړو لپاره هم ګټوره ده، ځکه نږدې شاوخوا۱/۶ به د رواني اختلال لپاره د ځان درملنه وکړي. پنځم څپرکی تاسې ته د درملنې په اړه د شواهدو پر بنسټ غوره معلومات درکوي چې دوی څنګه کار کوي او پر ناروغ ېې اغېز څه دی. 

    د یادولو موخې: 

    د دې برخې د پای ته رسیدو ورسته به تاسې پردې وتوانېږئ: 

    • د درملنې موخو په اړه به پوه شئ.

    •  د هغو زده کوونکو لپاره چې رواني اختلال لري ځینې عامې درملنې تشریح کړئ.

    • پر دې پوهېږئ، چې د درملنې اغېز معلوماتو لپاره شواهد څنګه کارول کېږي.

  • شپږمه څپرکی: ملاتړ او د مرستې غوښتنه

    دا برخه د پنځمې برخې پر بنسټ چې تاسې یو څه پکښې زده کړ((د رواني اختلال درملنه څه ده او څنګه پوه شو، چې اغیز ېې څه دی))، په اړه بحث کوي. 

    همدا رنګه یاده برخه یا ماژول تاسې ته مختلفې استراتیژیانې وړاندې کوي، چې کولای شئ د کره شواهدو پربنسټ د غوره سرچینو څخه په ګټې اخېستو له زده کوونکو سره مرسته وکړئ. دا اقدامات به له زده کوونکو سره د دوی د ستونزو په اړه خبرې کول وي او همدارنګه به دوی د مرستو موندلو، د پېژندنې څرنګوالی، له رواني اختلال سره د مخ زده کوونکو پېژندل، د زده کوونکو لپاره د علمي غوښتنو د تنظیم څرنګوالی، د ملاتړ چمتو کولو په موخه له زده کوونکي سره د لازمو اړیکو ټينګول او له والدینو او ساتونکو سره د رواني ورغتیا او رواني اختلال په اړه د مناسبو تعاملونو او اړیکو ساتل شامل دي. 

     یو ښوونکی کومې چارې ترسره کولی شي؟ 

    د رواني ناروغۍ درلودل خورا عام نه دی. د ځوانانو په هره پینځو کسانو کې یو تن به په رواني ناروغی اخته وي. له دې سره سره یوازې ۱/۳ کسان له درملنې څخه ګټه پورته کوي نو په دې اساس افغانستان کې د رواني روغتیا چمتو کوونکو کمښت له امله د ماشومانو او ځوانانو لپاره درملنه خورا کمه ده. ډیرې اغېزمنې درملنې شته که چېرې د ناروغۍ په لومړیو مرحلو کې وړاندې شي، کولای شي په اوږد  او لنډ مهال کې د پام وړ مثبته اغیزه رامنځته کړي. په افغانستان او ګاونډیو هیوادونو کې د رواني روغتیا اغیزمنې پاملرنې ته د چټک لاسرسي لپاره خنډونه شته. چې دا خنډونه عبارت دي له: 

    د رواني اختلال په وړاندې توپیري چلند، په لومړني روغتیايي مرکزونو کې رواني روغتیا ته نه پاملرنه، په ښوونکو، کورنیو او زده کوونکو کې د رواني روغتیا په اړه د عامه پوهاوي کموالی او په روغتیايي سیستم کې صحي خدمتونو د ځوانانو لاسرسی نه درلودل. 


    ښوونیزې موخې: 

    د دې برخې وروسته به تاسې: 

    • د ځوانانو او ماشومانو لپاره به د روغتیايي خدمتونو سرچینو سره آشنا شئ. 
    •  په دې به هم پوه شئ، چې یو زده کوونکی نوی پررواني اختلال او ناروغۍ اخته کېږي، 
    • باید څه وکړئ او کومې کړنې ترسره کړئ. 
    • پر دې به هم پوه شئ، چې د زده کوونکي له والدیو او سرپرستانو سره د ده د ستونزو او نوې پېښدونکې رواني ناروغۍ او یا هم اختلال په اړه څنګه خبرې وکړئ.



  • اوومه برخه، د خپل ځان او زده کوونکو ساتنه

    ښوونکو او زده کوونکو ته د یوبل منلو او خپګان په اړه پوهاوی 

    اوس چې مو خپل درک د ښوونې او رواني روزنې له څلور لارو لوړ کړ، کولای شئ چې په دې ماژول یا برخه کې ګډون وکړئ.کوم چې به تاسې ته د فشار غبرګون په اړه نوي معلومات درکړي، چې څنګه د ځان او یا په بله وینا د زده کوونکو لپاره مو د ښې رواني روغتیا ترلاسه کولو او ساتلو لپاره وکاروئ. 

    ښوونیزې موخې 

    د دې برخې پای ته رسیدو سره به تاسې د لاندې چارو د ترسره کیدو وړیتا ولرئ!

    ۱ـ د ژور خپګان په ډولونو پوهیدل او پر وړاندې ېې عادي غبرګون. 

    ۲ـ د مثبتو استرسونو سره د مبارزې  د څرنګوالي په اړه پوهیدل او یو بل منل. 

    ۳ـ د اصلی فکتورونو پوهه ښیې چې د فشار، مقاومت او ستړیا پر وړاندې د ښوونکي غبرګون لاندې راځی.

    ۴ـ دا پوهه لوړه کړئ ترڅو ښه پوه شئ چې څنګه د سالم ټولګي چاپیریال رامنځته کړئ. 

    ۵ـ د خپل انتخاب شوي مسلک لپاره د دې پوهې د پلي کولو څرنګوالي په اړه خپلې پوهې ته پراختیا ورکړئ. 


    د استراتیژیو لپاره ځيني لارښوونې 

    د دې برخې يا څپرکي په اوږدو کې به تاسې هغه فعالیتونه او استراتيژیانې ومومئ، چې څنګه خپل او د زده کوونکو مهارتونه لوړ او وده ورکړئ.




  • سروی

  • د کورس سرتفکیت