اصلی منځپانګې ته تښل

د موضوع اوټلاین

  • پر ليکه تدريس



    «پر ليکه تدريس کاملاً متفاوت دی. هېڅ ستېج نشته.  تاسو هیڅ مخامخ حضوري لیدونکي نه لری.  د ښوونکي په توګه تاسې په خپل فزیکي شتون او حضور باندې د تکیه کولو وړتیا نه لری.  هغه څه چې تاسو یې لری، هغه پراخه نړۍ ده چې زده کوونکی په کې اوسي، او د زده کوونکي تصور او نوښت. نو دا هغه څه دي چې تاسو یې کاروی.»

    - مايکل فېلډسټين، د eLiterate بنسټګر


    له ليرې زده کړه د تدریس او زده کړې یوه لاره ده چې زده کوونکي او ښوونکي د وخت یا ځای له مخې جلا کېږي، په ټولګي کې نه لیدل کېږي، او د کورس د موادو شریکولو او خبرو اترو لپاره انټرنیټ یا بدیله وسیله کاروي. دا کولی شي په هر ډول تدریس اطلاق وکړي چې له دودیز ټولګي څخه بهر ترسره کېږي، په شمول د کاغذ پر مخ د لیک لوست کورسونه یا د ټیکنالوژۍ پر مټ  وړاندې کېدونکې زده کړې، لکه درخت دانش کورسونو کې دا کورس. په دې کې هغه کورسونه شامل دي چې یو ښوونکی د زده کوونکو د ملاتړ لپاره شتون لري او همدارنګه هغه کورسونه چې زده کوونکي له وقف شوي ښوونکي پرته په خپله کار کوي.  څرنګه چې انټرنیټ د ليرې واټن زده کړې وړاندیز کولو ترټولو عامه لاره ده، موږ به د ډېری برخې لپاره د ټېکنالوژۍ پر بنسټ سیسټمونو ته مراجعه وکړو، مګر هغه محتويات چې موږ یې دلته رانغاړو، د بل هر ډول انلاين زده کړې لپاره به هم پلي کېږي. 

    په دې کورس کې به موږ دا پرېکړه راونغاړو چې ایا له ليرې زده کړې ستاسو او ستاسو د زده کوونکو لپاره غوره انتخاب دی؛ له ليرې د زده کړې بڼې او هغه څه چې له ليرې زده کړې مؤثرې کوي.



    In partnership with the Government of Canada.