ښه راغلاست! په دې کورس کې د ښوونیز تګلارې پربنسټ د جنسیت اړوند پر اجتماعي واقعیتونو باندې ټينګار کېږي. تاسې به د جنسیتي تبعیض درک ته او په دې برخه کې د هغو ستونزو په تړاو چې نجونې ورسره مخ دي ځیر کېږي. په لومړی ماژول یا څپرکی به تاسې دا زده کړئ، چې څنګه جنسیت اړوند سروې ترسره کړئ اوهم نظریات راټول کړئ. په دویم څپرکي کې به تاسې اوسني چاپیریال باندې غور وکړئ. او هم د هغو زده کوونکو د ملاتړ برنامې زده کړئ چې د زده کړو د پرېښودو له خطر سره مخ دي. په ټوله کې دا برنامه په ښوونځیو کې د لنډ وخت لپاره د زده کوونکو بېرته شامېلېدلو لپاره نه دی ځانګړی شوی، بلکې د هغوی د اوږد مهالې ساتنې لپاره هم دي. په درېیم ماژول یا څپرکي کې به تاسې د جنسیت برابرۍ یوه ځوابویونکي ښوونځي رامنځته کولو باندې کار وکړئ. داسې ښوونځی چې د ښځینه زده کوونکو اړتیاوې وپېژني او هم ورته د پرمختیګ او امن چاپیریال رامنځته کړي.
Skill Level: Beginner