د کورس تشرېح: ډیجیټلي سواد په بیلابیلو ډیجیټلي وسایلو کې د یوه کس د اطلاعاتو موندنې، تفسیر او تشریح وړتیا ته ویل کیږي. په دې کورس کې هغه بنسټیز مهارتونه شامل دي، چې په ډاډمنه توګه د انټرنیټ کارونې، له اطلاعاتو څخه ګټې اخیستنې، او په مروجو ډییجټلي وسایلو کې د ستونزو حل لپاره اړین ګڼل کیږي. دا کورس درې څپرکي (ماژولونه) لري، چې هر څپرکی یې په یوه ځانګړې برخه کې په ځانګړو مهارتونو متمرکز دی. دا کورس د ډیجیټلي سواد له پیژندګلوۍ پیل او د ښوونیزو موخو لپاره د کمپیوټر او انټرنیټ کارونې اساسات تر پوښښ لاندې راولي. آخري څپرکی د رسنیز سواد باندې بحث کوي.
Skill Level: Beginner