د استفادې شرایط


ددې ویب سایټ په خلاصولو سره تاسې زمونږ د ویب سایټ د استفادې د شرایطو د اوسنۍ نسخې سره موافقه کوئ. (د کورسونو له موادو پرته) د درخت دانش د کورسونو د ویبپاڼې محتوا او ډیزاین د کاپي حق د درخت دانش (Darakht-e Danesh 2022©) سره محفوظ دی. پدې ویب سایټ کې شته معلومات ښایي تخنیکي او چاپي (تایپوګرافي) تیروتنې ولري او ښایي له کومې خبرتیا پرته تغییر یا تازه کړل شي. د کورس توکي د هر کورس اړوند د کاپي رایټ (د خپریدو او چاپ حق) معلومات لري؛ مهرباني وکړئ د کورس د معرفي په پاڼو کې د بیان شوو اشخاصو/لوریو نومونو ته پام وکړئ.


د شرایطو سره موافقه

د افغان میرمنو لپاره د کاناډا میرمنو مؤسسه- د درخت دانش کتابتون پدې سند ("د استفادې شرایط") کې د بیان شوو اصولو او شرایطو سره سم، ستاسې د استفادې لپاره پدې ویب سایټ باندې معلومات، اسناد، سافټ ویرونه او محصولات (چې په ټولیزه توګه ورته "توکي یا مواد" وایي)، او نور خدمتونه ("خدمتونه") خپروي. ددې ویب سایټ په خلاصولو سره تاسې د هغه د استفادې د شرایطو سره موافقه کوئ. د افغان میرمنو لپاره د کاناډا میرمنو مؤسسه- د درخت دانش کتابتون ددې حق لري چې وخت ناوخته د خپل لزوم دید سره سم د استفادې شرایط بدل کړي. ستاسې لخوا ددې ویب سایټ څخه ګټه اخیستنه به د استفادې د شرایطو د ترټولو هغه تازه نسخې تابع وي چې ستاسې د استفادې پر مهال په ویب سایټ خپره شوې وي. سربیره پر دې، پدې ویب سایټ کې د ځانګړو خدمتونو یا توکو څخه د ګټې اخیستنې پر مهال به تاسې د استفادې د شرایطو سربیره د دې ډول خدمتونو یا توکو اړوندو هر ډول خپرو شوو لارښودونو یا قوانینو چې ښایي د اصولو او شرایطو درلودونکي وي، تابع وی. ټول دا ډول لارښودونه یا قوانین پدې ډول د مرجع په توګه د استفادې پدې شرایطو کې ور شاملیږي. که چیرې تاسې د استفاده له کومو شرایطو سرغړونه وکړئ، ستاسې څخه ددې ویب سایټ د کارولو اجازه په اتوماتیک ډول بیرته اخیستل کیږي او تاسې باید فورا ټول هغه توکي له منځه یوسئ چې تاسې لدې ویب سایټ څخه خپل کمپیوټر ته ډونلوډ یا مو چاپ کړي دي.

پدې ویب سایټ کې شته معلومات ښایي تخنیکي او چاپي (تایپوګرافي) تیروتنې ولري او ښایي له کومې خبرتیا پرته تغییر یا تازه کړل شي. د افغان میرمنو لپاره د کاناډا میرمنو مؤسسه- د درخت دانش کتابتون کولای شي چې له کومې خبرتیا پرته هر وخت په هغو محصلاتو/توکو او/یا پروګرامونو کې چې پدې معلوماتو کې بیان شویدي، اصلاحات او/یا بدلونونه راوړي

ستاسې د اطلاعاتو د راټولولو او استفادې په اړه د معلوماتو لپاره زمونږ د خصوصي حریم او اطلاعاتو د محرمیت پالیسۍ Privacy Policy ته مراجعه وکړئ.

د کاپي رایټ خبرتیا

د کورسونو له موادو پرته د درخت دانش د کورسونو د ویبپاڼې محتوا او ډیزاین د کاپي حق د درخت دانش (Darakht-e Danesh 2021©) سره محفوظ دی. تاسې موافقه کوئ چې ټول هغه اسناد چې تاسې یې تیاروی، باید د کاپي رایټ او د مالکیت د نورو حقونو خبرتیاوې چې پدې سند کې ذکر شوې، له ځان سره ولري او د درخت دانش کتابتون ته د مآخذ نسبت ورکړي. تاسې په هیڅ صورت او هیڅ ډول نشئ کولای چې ددې ویب سایټ محتوا/مطالبو ته بدلون ورکړئ او یا یې د سوداګریزو موخو لپاره وکارئ. که چیرې تاسې غواړئ د پورته ذکر شوو شرایطو څخه پرته د بل څه لپاره ددې ویب سایټ مطالب وکارئ، نو مهرباني وکړئ مستقیماً زمونږ سره اړیکه ټنیګه کړئ.

د کورس توکي د هر کورس اړوند د کاپي رایټ (د خپریدو او چاپ حق) معلومات لري؛ مهرباني وکړئ د کورس د معرفي په پاڼو کې د بیان شوو اشخاصو/لوریو نومونو ته پام وکړئ. د امکان په صورت کې دا سرچینې تر داسې لایسنس لاندې خپرې شوې دي چې د وړیا بیا استفادې او خپلې خوښې سره سم تعدیل اجازه ورکوي. لدې توکو د بیا استفادې پر مهال مهرباني وکړئ د توکو د ماخذ نسبت د درخت دانش کتابتون یا هم د هغه لیکوال یا خپروونکې ادارې ته ورکړئ. که چیرې دلته د شته سرچینو د خپریدو او چاپ حق د څرنګوالي په اړه کومې پوښتنې یا اندېښنې لرئ، مهرباني وکړئ زمونږ سره په اړیکه کې شئ.

ټولې سوداګریزې نښې چې پدې سند کې ذکر شوېدي، د هغوی د اړوندو مالکینو دي. پدې سند کې ذکر شوی هیڅ شی هم باید د کوم انحصاري حق، سوداګریز نښان، کاپي رایټ او یا هم د درخت دانش کتابتون یا کومې بلې دریم ګړې ادارې د کوم حق پر بنسټ په تلویحي توګه، د اقرار څخه د انکار د منعې د حق یا هم کوم ډول لایسنس یا حق له اړخه د موافقې په مانا تعبیر نشي.