د افغان میرمنو لپاره د کاناډا میرمنو مؤسسه- د درخت دانش کتابتون، ستاسې خصوصي حریم او اطلاعاتو محرمیت درک کوي او هغه ته درناوی لري. هر ډول او ټول هغه معلومات به چې زمونږ په ویبپاڼه کې راټولیږي، په جدي توګه محرم وساتل شي او په هیڅ صورت به په چا خرڅ، بیا استفاده، په کرایه یا پور ورنکړل شي او یا به د بلې موخې لپاره بربنډ یا شریک نکړل شي، مګر دا چې قانون ایجاب کړي. هر ډول معلومات/اطلاعات به چې تاسې یې د افغان میرمنو لپاره د کاناډا میرمنو مؤسسه- د درخت دانش کتابتون په واک کې ورکوئ، په پوره پام سره وساتل شي او په هیڅ صورت به د هغو موخو لپاره و نه کارول شي چې تاسې ورسره هوکړه نده کړې. که چیرې تاسې پدې اړه کومه پوښتنه لرئ، مهرباني وکړئ زمونږ سره اړیکه ونیسئ.

هغه معلومات چې تاسې یې زمونږ په واک کې راکوئ

زمونږ د زده کړو د مدیریت د سیسټم (LMS) په ویبپاڼه کې د کورسونو د لیدلو او بشپړولو لپاره نوم لیکنې ته اړتیا ده. د نوم لیکنې د بهیر د یوې برخې په توګه تاسې باید ځانته یو کارن نوم او پټنوم وټاکئ. ستاسې کارن نوم په نوموړي سایټ کې ستاسې د هویت استازیتوب کوي، او په یو شمیر کورسونو کې تاسې نورو زده کوونکو ته ورپیژني. کیدای شي ستاسې کارن نوم، هر ډول یو مناسب نوم وي او اړینه نده چې هرومرو باید ستاسې اصلي نوم او یا ستاسې د شخصي هویت کوم بل ډول معلوموونکي معلومات لکه ستاسې برېښنالیک پته وي.

ستاسې پټنوم باید لږ تر لږه ۸ توري ولري، چې په هغه کې باید لږ ترلږه یو عدد، یو کوچنی توری، یو لوی توری، او یو غیرالفباء یا ځانګړی توری لکه *, -, یا # وي. تاسې کولای شئ چې ددې شرایطو په پام کې نیولو سره د خپلې خوښې سره سم هر ډول پټنوم وټاکئ. ستاسې پټنوم محرم دی او له تاسې پرته، زمونږ هیڅ کارکوونکي ته نه ښکاري.

د نوم لیکنې د بهیر د یوې برخې په توګه باید تاسو د خپل برېښنالیک پته، نوم او تخلص هم ولیکئ. تاسې اختیار لرئ چې د خپل ښار او هیواد نوم ورکړئ یا نه. دا ټول معلومات به نورو زده کوونکو ته د لیدو وړ نه وي، خو د ویبپاڼې کارکوونکي یې لیدلی شي.

له نوم لیکنې وروسته تاسو کولای شئ چې په سایټ کې د ژبې، د خبرتیاوو او پیغامونو، تقویم او نورو جزئیاتو څرنګوالی د خپلې خوښې سره سم تنظیم او د یو شمېر ځانګړو پیغامونو د ترلاسه کولو مخه ونیسئ. تاسې دا اختیار هم لری چې خپل پروفایل ته نور نومونه یا تخلصونه، عکس، د خپلې خوښې د شیانو نوملړ، او یا نورو اړیکو معلومات (لکه ستاسې د ټولنیزو رسنیو اکونټونه، خپله پته، او داسې نور شیان) ور اضافه کړئ. دا ټول معلومات په بشپړه توګه داوطبانه دي او ستاسې په خوښه او لزوم دید پورې اړه لري. خو په یاد ولرئ چې دا معلومات په یو شمېر کورسونو کې د کورس نورو ګډونوالو ته ښکاري. هغه معلومات چې تاسې یې د کورس په بحث خونو کې پوست کوئ، هم د کورس نورو ګډونوالو ته ښکاري.

مونږ هغه معلومات چې تاسې یې زمونږ سره شریکوئ، ستاسو غوښتنو ته د ځواب ویلو، ستاسې سره د اړیکو نیولو، او زمونږ د ویبپاڼې د محتوا د ښه کولو لپاره کاروو. ستاسې د شخصي معلوماتو د ټولولو اصلي موخه، تاسې ته ستاسې د خوښې خدمتونو، آسانتیاوو او محتوا وړاندې کول او د یوې داسې ګټورې شخصي تجربې درکول دي چې په تر ټولو غوره توګه ستاسې اړتیاوې پوره کوي.

که چیرې تاسې ترجیح ورکړئ چې مونږ ته خپل ځان د برېښنالیک د لیږلو او یا آنلاین فورمې د ډکولو له لارې را وپیژنئ، د افغان میرمنو لپاره د کاناډا میرمنو مؤسسه- د درخت دانش کتابتون کارکوونکي او همکاران به ستاسې دې معلوماتو ته لاسرسی ولري ترڅو ستاسې سره د مشتریانو د خدمتونو د وړاندې کولو په موخه اړیکه ونیسي. زمونږ د اړیکو په فورمه کې هغه معلومات شته چې په اتوماتیک ډول ستاسې په اړه راټولیږي (لاندې یې وګورئ)، او همدارنګه هغه معلومات چې تاسې یې زمونږ سره د نوم لیکنې پرمهال او یا خپله په فورمه کې شریکوئ. هغه معلومات به چې ستاسې لخوا شریک شوي وي، لکه د سروې اړوند او/یا تبصرې یا نظریات، د فردي هویت پیژندنې په بڼه ثبت او یوازې د افغان میرمنو لپاره د کاناډا میرمنو مؤسسې- د درخت دانش کتابتون د ننه به کارول کیږي او له هغه نه بهر د نورو کسانو یا ادارو، رسمي نمایندګیو، یا ځایناستو او همکارو ادارو سره نه شریکیږي، مګر دا چې قانون ایجاب کړي. که چیرې مونږ وغواړو چې لدې ګروپ بهر له بل چا سره ستاسې نوم شریک کړو او یا د کومو نورو موخو لپاره دا حقیقت بربنډه کړو چې تاسې زمونږ سره ښوونیز توکي یا کوم نور معلومات شریک کړيدي، نو مونږ به له تاسې څخه اجازه وغواړو چې ستاسې نوم له هغو توکو یا نورو معلوماتو سره وکاروو چې تاسې ددې سایټ کومې ځانګړې برخې ته استولي دي.


د معلوماتو اوتوماتیک راټولونه

کله چې تاسې زمونږ له ویبپاڼې لیدنه کوئ، زمونږ د انټرنیټ سرور په اوتوماتیک ډول هغه انټرنیټ بروزر او عملیاتی سیسټم چې تاسې یې کاروئ، پیژني او اړوند معلومات یې لکه هغه نېټه او وخت چې تاسې زمونږ سایټ ته لاسرسی پیدا کوئ، ستاسې د خوښې ژبه، او ستاسې آی پي (IP) آدرس له ځان سره ثبتوي. مونږ کولای شو چې ستاسې له آی پي آدرس څخه ستاسې د انټرنیټي خدمتونو وړاندې کوونکی شرکت او تقریبي جغرافیایي موقعیت پیدا کړو. مونږ همدارنګه د هغو صفحو اړوند معلومات چې تاسې ترې لیدنه کوئ، له هغوی ستاسې د لیدنې نېټه او وخت، او د کورس د جریان او بشپړیدو اړوند احصائیوي معلومات راټولو.

پدې برخه کې زمونږ سره د مرستې لپاره مونږ د ګوګل انالیټیکز ډیموګرافیک او لیوالتیا موندلو سیسټم پلی کړیدی. دا آپشن ګوګل انالیټیکز پدې توانوي چې د لومړي لوري کوکیز (لکه د ګوګل انالیتیکز کوکیز) او دریم لوري کوکیز (لکه د ډبل کلیک کوکیز) څخه په ګټه اخیستنې انټرنیټي ترافیک راټول کړي تر څو له ویب پاڼې څخه د لیدونکو او د هغوی د ذوقونو په اړه احصائیوي معلومات وړاندې کړي. ګوګل انالیټیکز ستاسې شخصي معلومات له ځان سره نه ساتي او مونږ به ددې پروګرام څخه د لیدونکو په اړه یوازې ټولیز سلوکي معلومات استفاده کړو. که چیرې تاسې غواړئ چې د ګوګل انالیټیکز کوکیز غیرفعال کړئ، نو تاسې له https://tools.google.com/dlpage/gaoptout لینک څخه ګټه واخلئ. په عمومي توګه د ګوګل د خصوصي حریم د ساتنې د پالیسۍ او د ګوګل انالیټیکز په اړه د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د www.google.ca/policies/privacy and www.google.com/analytics لینک له لارې د هغوی ویبپاڼې ته مراجعه وکړئ.

راټول شوي اطلاعات مونږ پدې توانوي ترڅو د ویب سایټ نه د ګټې اخیستنې د ارزونې پروګرامونه وکاروو او زمونږ د سایټ په اړه احصائیوي معلومات په لاس راکړي. دا احصائیوي معلومات زمونږ سره مرسته کوي تر څو په ښه توګه پدې پوی شو چې زمونږ له سایټ څخه څه ډول استفاده کیږي او مونږ څه کولای شو چې د لیدونکو لپاره یې لا ګټور کړو. مونږ به دا معلومات د افغان میرمنو لپاره د کاناډا میرمنو مؤسسې- د درخت دانش کتابتون څخه بهر د نورو کسانو یا ادارو، رسمي نمایندګیو، یا ځایناستو او همکارو ادارو سره شریک نه کړو، مګر دا چې قانون ایجاب کړي.


کوکیز

د افغان میرمنو لپاره د کاناډا میرمنو مؤسسه- د درخت دانش کتابتون به وخت ناوخته ستاسې کمپیوټر ته کوکیز در واستوي. کوکيز لنډ معلومات دي چې د انټرنیټ د سرور څخه ستاسې بروزر ته در استول کیږي او ستاسې د کمپیوټر په هارډ ډیسک کې ثبتیږي. کوکیز ستاسې د کمپیوټر په هارډ ډیسک کې شته معلومات او یا د نورو سایټونو لخوا د جوړو شوو کوکیز معلومات نشي لوستلای. کوکیز ستاسې کمپیوټر نه خرابوي. مونږ کوکیز ددې لپاره کاروو ترڅو معلومه کړو چې د افغان میرمنو لپاره د کاناډا میرمنو مؤسسې- د درخت دانش کتابتون د ویبپاڼې له کومو برخو تاسې لیدنه کړې او یا مو د خپلې خوښې سره سم جوړې کړېدي تر څو بل ځل چې تاسو له هغو صفحو لیدنه کوئ، ستاسې د خوښې معلومات به هلته تاسې ته مخکې له مخکې د لاسرسي وړ وي. لدې معلوماتو څخه به ستاسې د خوښې سره سم زمونږ د خدمتونو د عیارولو او یا هم ددې لپاره ګټه واخیستل شي چې تاسې ته اجازه درکړي چې زمونږ په سیسټم کې د پاتې کیدو لپاره د پټنوم ورکولو ته ستاسې اړتیا کمه کړي. پدې کوکیز کې کوم بل ډول شخصي معلومات نه ثبتیږي.

تاسې اختیار لرئ چې د خپل بروزر د تنظیماتو د بدلولو له لارې کوکیز قبول کړئ یا نه. تاسې کولای شئ چې د خپل بروزر تنظیمات خپل اولي حالت ته بدل کړئ تر څو ټول کوکیز رد شي او یا خپل بروزر ته اجازه ورکړئ تر څو کله چې تاسې ته کوم کوکیز استول کیږي، تاسې ته یې وښیي. که چیرې تاسې دا کوکیز قبول نکړئ، نو زمونږ په سایټ او نورو سایټونو کې به ستاسې تجربه کمه او یو شمېر آپشنونه به د هغوی د اصلي مقصد سره سم کار ونکړای شي.


امنیت

مونږ په انټرنیټ کې د معلوماتو د خوندي لیږد د رمزبندۍ دSSL له پروتوکول څخه ګټه اخلو تر څو د هغو اطلاعاتو لیږد خوندي کړو چې تاسې یې مونږ ته زمونږ د خوندي انلاین فورمونو د کارولو پر مهال استوئ. ټول هغه معلومات چې تاسې یې زمونږ سره ددې فورمونو له لارې شریکوئ، په خوندي توګه آفلاین ثبتیږي. مونږ ستاسې د محرمو معلوماتو د خونديتوب لپاره د قناعت وړ ګامونه اخلو؛ خو په یاد ولرئ چې مونږ ستاسې د معلوماتو خوندیتوب نشو تضمین کولای. که چیرې تاسې مونږ ته یو برېښنالیک استوئ او یا زمونږ سره د اړیکې فورمه ډکوئ، تاسې باید پدې پوی شئ چې حتمي نده چې ستاسې برېښنالیک به د بل لوري د لاسوهنې څخه هم خوندي وي، مګر دا چې تاسې له امنیتي پلوه ډاډمن بروزر وکاروئ.


لینکونه

ښایي پدې سایټ کې د نورو سایټونو لینکونه هم وي چې د افغان میرمنو لپاره د کاناډا میرمنو مؤسسې- د درخت دانش کتابتون تر مالکیت او کنترول لاندې نه وي. د افغان میرمنو لپاره د کاناډا میرمنو مؤسسه- د درخت دانش کتابتون د نوموړو ویب سایټونو د خصوصي حریم او اطلاعاتو ساتنې د پالیسۍ او لاروچارو مسؤولیت په غاړه نلري. کله چې تاسې زمونږ په LMS سیسټم کې د شته نورو ویب سایټونو څخه چې ښایي زمونږ په کورسونو کې یې لینکونه وي او یا یې سپارښتنه شوې وي، لیدنه کوئ، نو له احتیاط خپلې پوهې څخه کار واخلئ. د اطلاعاتو ساتنه او خپرول

تاسې هر وخت کولای شئ چې په خپل پروفایل کې ثبت شوي معلومات تجدید یا تغییر کړئ. د شخصي معلوماتو او فعالیتونو سجل د غوښتنې پر بنسټ حذف کیدلای شي. په سیسټم کې د غیرفعالو کاروونکو اړوندو معلوماتو سجل او نور اطلاعات له دوو کلونو وروسته په خپله حذف کیږي. د افغان میرمنو لپاره د کاناډا میرمنو مؤسسه- د درخت دانش کتابتون به هر ډول معلومات چې قانون یا د محکمې حکم یې ایجابوي او یا ستاسې د ښکاره موافقې په صورت کې خپاره کړي. د معلوماتو د خپرولو لپاره د حقوقي او قانوني شرایطو په برخه کې د افغان میرمنو لپاره د کاناډا میرمنو مؤسسه- د درخت دانش کتابتون د کاناډا د قوانینو تابع دي. ددې ویب سایټ په کارولو سره تاسې په کاناډا کې د اطلاعاتو د راټولولو او ساتلو سره لکه څرنګه چې پدې پالیسۍ کې بیان شویدي، موافقه کوئ.


د پالیسۍ بدلونونه

پورتنۍ پالیسۍ د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د اپریل د میاشتې له لسمې نېټه څخه د اعتبار وړ دي. د افغان میرمنو لپاره د کاناډا میرمنو مؤسسه- د درخت دانش کتابتون ددې حق لري چې هر وخت دا پالیسي بدله کړي، چې بیا به یې د اعتبار نوې نېټه څرګنده شي. د هغو معلوماتو استفاده چې مونږ یې اوس ټولوو، د خصوصي حریم او اطلاعاتو د محرمیت د هغه پالیسۍ تابع ده چې اوس د اعتبار وړ او مرعي الاجراء ده. په یاد ولرئ چې بیرته دې صفحې ته راشئ تر څو ډاډ تر لاسه شي چې تاسې ددې پالیسۍ د تر ټولو تازه نسخې سره آشنا یئ.